د خوست د جڼغوزیو سږني حاصلات ۲۵سلنه زیات شوي

عزم (‌یک‌شنبه، ۲۳، وږی، ۱۳۹۹ل): د خوست د کرنې ریاست وايي، سږکال په دغه ولایت کې د جڼغوزیو حاصلات ۲۵سلنه ډېر شوي دي.

د خوست د کرنې رئیس حفیظ الله شاه نوري وايي، د جڼغوزیو د ځنګلونو ارزونه ښيي، چې د دغه ولایت د جڼغوزیو سږني حاصلات به ۱۸زره او ۶۰۰ ټنو ته ورسېږي، چې د پروسږکال په پرتله ۲۵سلنه زیات دي.

«روان کال کې به ددې ولایت له ځنګلونو څه باندې ۱۸ زره او ۶۰۰ ټنه جڼغوزي لاسته راشي، دا په داسې حال کې ده، چې دغه شمېره تېر کال ۱۵ زره ټنه وه.»

د نوري په خبره، خوست، پکتیا، پکتیکا، کونړ، لغمان، نورستان او کاپیسا ولایتونه د هغو ولایتونو په ډله کې دي، چې د جڼغوزیو ډېر ځنګلونه په کې دي. یوازې د خوست او پکتیا په ولایتونو کې څه باندې ۴۰ زره کسان په دې برخه کې په کار وبار او د جڼغوزیو په راټولولو بوخت دي.

نوموړی زیاتوي، د کرنې وزارت له خوا د جڼغوزیو او غوزانو د ځنګلونو بیارغول، د ځنګلونو ټولنې جوړول، کورني قوریې جوړول، د جڼغوزیو د تولیدوونکو ټولنو پر ګروپونو د جڼغوزیو د غوټو راشکولو بیاتي ګانې وېشل، چې دغه بیاتي ګانې ۲۰ سلنه د جڼغوزیو د ضایعاتو مخه نیسي اود جڼغوزیو د ځنګلونو د ساتنې په پار زرګونو کسانو ته روزنه ورکول هغه بنسټیزې چارې دي، چې د خوست ولایت د جڼغوزیو د ځنګلونو د ساتنې او د تولید د زیاتوالي په پار تر سره شوي دي.

دی وايي، د کرنې وزارت په پام کې لري، چې د جڼغوزیو محصول د پروسس، بسته بندی او له ضایعاتو څخه یې د مخنیوي په پار د خوست او پکتیا په ولایتونو کې د جڼغوزیو د پروسس او بسته بندی فابریکې جوړې او ددې محصول تولید، پراختیا، پروسس او پلور ته زمینه برابره کړي.

اوس‌مهال یوازې په کابل کې د جنغوزیو د پروسس یوه فابریکه فعاله ده، چې بهرنیو هېوادونو ته صادرېدونکي جڼغوزي پروسس کوي.

له تېرو څو کلونو راهیسې د افغانستان ډېر جڼغوزي چین ته صادرېږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button