سږ کال به د خوست له ځنګلونو د جلغوزیو ۱۸ زره ټنه حاصلات راټول شي

عزم (‌يکشنبه، ۲۳ وږی، ۱۳۹۹): د خوست ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي: سږ کال به په خوست کې د جلغوزیو حاصلات له نورو کلونو زیات وي.
دوی وایي: روان کال کې به د دغه ولایت له ځنګلونو څخه شاوخوا ۱۸ زره ټنه د جلغوزیو حاصلات راټول او په کورنیو او نړیوالو بازارونو کې وپیرل شي.
د خوست د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رئیس حفیظ الله شاه نوري رسنیو ته وویل: «په تیرو کلونو کې د جلغوزیو نوې ونې کېنول شوې او ځینې ځنګلونه بیا ورغول شول، چې د حاصلاتو په زیاتوالي یې ښه اغېزه کړې ده».
نوموړي زیاته کړه: د خوست د جلغوزیو سږني حاصلات به ۲۵ سلنه زیاتوالی وکړي.
د ده په وینا: « د جلغوزیو د ځنګلونو ارزونه ښیي، چې د جلغوزو سږني حاصلات به ۱۸۶۰۰ ټنو ته ورسیږي».
نوري څرګنده کړه: تېر کال د جلغوزیو ټول حاصلات ۱۵ زره ټنه و، چې د سږ کال په نسبت ۳۰۰۰ ټنه کم وو.
که څه هم چارواکي د جلغوزیو د حاصلاتو زیاتوالي ته خوشحاله دي؛ خو سوداګر او کروندګر بیا اندېښمن دي، چې که حکومت ښو نړیوالو او کورنيو بازارونو ته جلغوزي و نه رسوي؛ دوی به له تاوان سره مخ شي.
دوی وايي: یوازې په خوست او پکتیا کې شاوخوا ۴۰ زره کسان د جلغوزیو د حاصلاتو راټولولو او تولیداتو په برابرولو بوخت دي، چې هغوی ته یې ښه کاري زمینه مساعده کړې ده.
باید وویل شي، چې خوست، پکتیا، پکتیکا، کونړ، نورستان او یو شمېر نورو ولایتونو د جلغوزیو ګڼ او پراخ ځنګلونه شتون لري، چې زرګونه ټنه حاصلات ترې راټولیږي؛ خو د خرڅلاو ستونزې یې لا هم پر خپل ځای پاتې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: