شپږیزه‌لیګ؛ کابل بازانو او بُست ساتونکو بریاوې خپلې کړي

عزم (‌دو‌شنبه، ۲۴، وږی، ۱۳۹۹ل): د شپږیزې لیګ په ۱۴مه لوبه کې کابل بازان د سپین غر زمریانو سره لوبه وکړه، چې کابل بازانو د شپږو وېکټو په توپیر بریا خپله کړه.

کابل بازانو لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړی یې سپین غر زمریانو پر وړاندې د توپ اچوونې پرېکړه وکړه، چې سپین غر زمریانو د اتو ویکټو په سوځېدو له سیال لوري ۱۴۲ منډې ترلاسه کړې.

د غر زمریانو له لوري بهیر شاه ډېرې ۳۷، تمیم سرخرودي ۲۵، پروېز ملکزي ۲۴ او وحیدالله شفق ۱۶ منډې وکړې.

د کابل بازانو توپ اچوونکو غوره توپ اچوونه وکړه او له ډلې یې عظمت الله عمرزي درې، ننګیالي خروټي او ضیاءالرحمن اکبر دوه-دوه ویکټې واخیستې.

کابل بازانو د ۱۷،۵ اورونو په لوبولو او د څلورو لوبغاړو په سوځېدو د سپین غر هدف پوره کړ او بریا یې خپله کړه. د کابل بازانو لپاره رحمان الله ګربز ۴۰ ډېرې، نورعلي ځدراڼ ۲۹ او وسیم ځاځي ۲۷ منډې وکړې.

د سپین غر زمریانو له لوري زبید اکبري دوه، قیس احمد او ناصر خان یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه، خو سیاله لوبډله یې بریا راونه ګرځولی شوه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه د کابل بازانو عظمت الله عمرزي، د ډېرو شپږیزو وهونکي او سټایلېش لوبغاړي جایزه رحمن الله ګربز ته ورکړل شوه.

بُست ساتونکو له امو نهنګانو په لسو وېکټو بریا خپله کړه

د شپږیزې کرېکټ لیګ اووم پړاو سیالیو په ۱۵مه لوبه کې بُست ساتونکي له امو نهنګان لوبډلې سره مخ شول، په پایله کې یې د ډېوه ګروپ بُست ساتونکو سیال لوری د ۱۰ ویکټو په توپیر له ماتې سره مخ کړ.

د دې لوبې پچه بُست ساتونکو وګټله او د امو نهګانو پر وړاندې یې د توپ اچوونې پرېکړه وکړه.

د امو نهنګان لوبډلې لپاره په توپوهنه کې دروېش رسولي ۵۱ ناسوځېدلې، قاسم اوریاخېل ۲۹ او حاجي مراد مرادي ۲۶ منډې وکړې چې د ټولو ۲۰ اورونو په لوبولو سره یې د پنځو ویکټو په غورځېدو له سیال لوري ۱۲۲ منډې واخیستې.

د ګروپ بُست ساتونکو لپاره امیر حمزه او ګلبدین نایب دوه-دوه او سید شېرزاد یوه ویکټ واخیسته. ورپسې یادې لوبډلې د توپوهنې پاڼۍ پیل کړه چې د عمران جنت او کریم جنت په ملګرتیا یې د سیال لوري هدف پوره کړ چې په روان پړاو سیالیو کې دا لومړی ځل دی چې په پیلونکې توپوهنې سره د سیال لوري هدف پوره کوي.

د بست ساتونکو لپاره کریم جنت ۶۴ ناسوځېدلې او عمران جنت ۵۷ ناسوځېدلې منډې وکړې او خپله لوبډله یې په ۱۱،۳ اورونو کې تر بریا ورسوله.

پر همدې بنسټ د غوره توپوهنې له امله کریم جنت د لوبې د غوره لوبغاړي، دروېش رسولي د ډېرو شپږیزو وهونکي لوبغاړي او عمران جنت د سټایلېش لوبغاړي جایزې ترلاسه کړې.

نن د شپږیزې لیګ د لومړني کوالیفای په لوبه کې مس عینک او د ایلیمېنېټر برخه پړاو کې د بند امیر ښاماران له بُست ساتونکو سره مخ شي.

د یادونې وړ ده، سپین غر او امو نهنګان لوبډلې له روانو سیالیو بهر شوې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: