ضمیر پلورونکو ته

 

ليکوال: قدرت الله « جواد»

په انساني تاریخ کې کامیاب وګړي هغه دي چې د حالاتو اضطراب او حوادث یې عزم متزلزل نکړي، مونږ په خپل هېواد کې ډير داسې شخصیتونه او احزاب ولېدل چې پرون یې د اسلامي امت د نجات نعرو د ویښ ضمیر خاوندان دومره متأثره کړل چې حتی د دې امت لپاره همدوی د نجات پرښتې بلل کېدې، خو ملت څه خبر و چې دوی د کائناتو پر رب کامل ایمان نلري او له دین څخه د دنیا د سمون شعار جوړوي.
د نن او پرون ترمینځ مونږ د ډیرو انسانانو په خصلتونو کې ژور تغیرات ولیدل، ډير داسې خلک مو ولیدل چې په خپل چاپيریال او نړۍ کې پرون د یو مسلمان او مجاهد په نوم مبارزه کوله خو نن نه تنها دا چې د کفر په غیږ کې پرې وتل او دا دوه لسیزې یې د غربي ښکېلاک په دسترخوان پاتې هډوکو باندې خوله وهله، بلکې عملا یې د اسلام مفاهیم تحریف او د مسلمانانو د وژلو لپاره په ډیره سپین سترګۍ دلایل تراشل، نه د تاریخ څخه ورشرمیدل او نه هم خپلو ضمیرونو د دومره بې باکانه کړنو پېغور ورکړ، که څه هم ځینې وګړي به خپلې غلامۍ ته ډير دلایل وتراشي خو چندیان ګټه به ورته ونلري او تاریخ به یې د غلامانو په نوم معرفي کړي.
په تېرو دوه لسیزو کې همدوی د افغانانو وینې وزبېښلې، په کورونو یې چاپې ور واچولې، په عزتونو یې لوبې ور وکړې، دیني اساسات او ملي ارزښتونه یې ورته په تمسخر ونیول، د بارودو او بمونو په لمبو کې یې د مدارسو طالبان او د مکتبونو شاګردان لولپه کړل، هېواد یې د رنګ، ژبې، نسل په ترکیبي برخو وویشه دا ټول فجایع دوی د C I A په اشاره او مرسته تر سره کړل.
د دې ټولو ناببریو سربېره نن د هغه طالب قیادت سره د مذاکراتو په میز چڼې وهي چا چې دا دوه لسیزو د ګردلو او پېښو په تل کې خپل لا زواله واکمن او پالونکي نه بغیر چاته د غلامۍ سر ښکته نکړو، هغه طالب چې د اسلام د دښمنانو ټولې شرمناکې توطیې او ذلیلې طرحې یې رسوی او ارمانونه يې ورته د خاورو سره خاورې کړل، له یوې خوا یې له نظامي پلوه یرغلګر تېښتې ته مجبور کړل له بلې لخوا یې په خپل حاوي سیاست نړۍ والو او د سیمې هېوادونو ته دا هم ثابته کړه چې همدوی د دې هېواد ريښتوني بچیان او مدافعین دي هېچا ته به د دې هېواد د تجزیې اجازه ور نکړي.
خو ضمیر پلورونکي غلامان باید پوه شي چې د طالب انعطاف په دې معنی نده چې ستاسو تاریخي غلامي ور څخه هېره او تاسو ته د یو ملکوتي عالم په نظر ګوري، د شوروي اتحاد سره ستاسو ائتلاف او افغان وژنه د هېچا له سترګو پټه نده، د روسانو له وتلو وروسته ستاسو ټوپک سالاري او افغان وژنه هم لکه لمر روښانه ده مونږ ته ښه ثابته ده که طالب نه وای تاسو به وختي لا دا هېواد تجزیه کړی او د نړۍ له نقشې ویستلی وی اوس مو هيله دا ده چې هڅه مکوئ ترڅو د اسلامي نظام په وړاندې خنډ او د افغان وژنې لامل ورګرځی پریږدی چې د هېواد ريښتوني بچیان یو افغان شموله اسلامي نظام را مینځته کړي ترڅو مو هېواد په هر اړ خیز ډول بسیا شي.
په پای کې باید وویل شي چې تاسو خپل اعتبار د لاسه ور کړی او هېڅکله به افغان مسلمان ملت د هېواد د برخلیک واګې تاسو ته وه نه سپاري.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button