د افغان سولې لپاره تر ټولو ښه موقع!

نژدې ۴۲ کاله کیږي، چې په ګران هېواد کې د باروتو اور لمبې وهي او هېوادوال په کې سوځیږي د دې اور د مړه کولو له پاره هڅې شوې ولې مثبته پایله یې کله هم نه ده راوتلې، بلکې په بعضو مواقعو کې خو د اور لمبې لا په غرغرنډو شوې، لکه: د ۲۰۰۱ م د ستمبر له یوولسمې وروسته امریکا او ملګرو یې د المان په بن کې ځینې افغانان راغونډ کړل او د هغو ناستو په نتیجه کې ۱۹ کاله نور هم اور ښه وبلېده ځکه د سوون توکي ټول نوي وو او د اور بل ساتونکي هم په ډېره لوړه ورځمزدورۍ لګېدلي وو.
هو! چا چې دا ۱۹ کلن اور بل کړی و هغوی نژدې دوه کاله وړاندې دا حس کړه چې نور باید دا اور مړ شي؛ نو د دې له پاره یې خپل ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد افغانستان او سیمې ته راولېږه هغه ډيرې منډې ترړې ووهلې او د فروري په وروستۍ ورځ د امریکا او د اسلامي امارت ترمنځ تفاهملیک امضا شو چې د هغه په پایله کې پرون د شنبې په ورځ د ستمبر په ۱۲ مه نېټه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانانو خپلمنځي ناسته ترتیب شوه چې پرانیستغونډې ته یې د ملا عبدالغني برادر، ډاکټر عبدالله عبدالله او نورور کسانو خبرې او ویناوې وکړې، ټولو ښې هیلې څرګندې کړې.
د افغانستان په دې ۴۲ کلن تاریخ کې تر ټولو غونډو، ناستو او جلسو دا غوره ناسته ده ځکه دواړو لوریو ته افغانان دي.د مذاکراتو واک اختیار هم پخپله د افغانانو په لاس کې دی، د شنبې د ورځې په غونډه کې هم دواړو خواو ډاډمنې خبرې وکړې، اوس دا د دوی مسؤلیت او مکلفیت دی چې د مذاکراتو له پاره یوه ښکلې، جامع او بشپړه اجنډا ترتیب کړې او د هغې په توسط سره ۴۲کلن اور مړ کړي، دا ښه موقع ده باید اعظمي استفاده ترې وشي، د غوره اجنډا ترتیب د هیتونو کمال دی:
تا ته ښایي پخپل لاس موقع پیدا کړې
انتظار د موقع چیرې دانا نه کړي
د افغانستان اسلامي امارت هیئت او له کابله ورغلی پلاوی باید کمزوري شیان خپل سره خطونه و نه ټاکي، داسې سره خطونه چې له خپلمنځي خبرو پرې تېریږي؛ خو له هغو څخه نه تیریږي، یعنې داسې سرې کرښې دې نه ټاکي چې د هغه د نه منل کېدا په صورت کې د سولې خبرې اترې پریږدي، د بېلګې په دول: د کابل اداره وایي؛ د افغانستان نظام به په دیموکراسۍ ولاړ وي! نو دا سره کرښه جوړول ستره تېروتنه ده ځکه افغانان دیموکراتیک او په دیموکراتیکو اصولو ولاړ نظام او حکومت نه غواړي، افغانان مسلمانان دي په اسلامي اصولو ولاړ حکومت یې هدف او سور خط دی، په دیموکراسي ولاړ حکومت یې هدهف او سور خط دی، په دیموکراسي ولاړ حکومت نه کمونستانو پرې منلی او نه صلیبیانو ورباندې ومنلی شو، که څوک (کوم افغان) په دیموکراتیکو اساساتو د قایم نظام قایل وي؛ نو هغه روغه سلنه نه تشکیلوي.
همدا شان د اسلامي امارات هیئت هم باید کمزوري شیان سرې کرښې و نه ګرځوي.
ټول افغانان چې د قطر د خبرو اترو ګډونوال دي، ورته په کار ده چې د اسلام او هېواد لوړې ګټې د اهدافو او سرو کرښو په حیث وټاکي. په څنګیزو او حاشیوي څیزونو پسې لاړ نشي. ټول ګډونوال باید د هېواد د کونډو، یتیمانو ژوند مخې ته کیږدي، د شتمنو او بډایانو ژوند او ژواک ته دې نه ګوري.
زما په هغو سلام وایه
چې د ماښام ډوډۍ له اوښکو سره خورینه!
لیکنه: عباس عابد

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: