واا معتصماه!

يوه نصراني سړي يوه مسلمانه ښځه په لغته ووهله.
نوهغې په داسې وخت کې چې له روميانو سره اسيره او بندي وه، چيغه او ناره کړه.. (واا معتصماه!)
نو روميانو ور پورې وخندل او ورته ويې ويل: د هغه انتظار کوه، هغه به ستا مرستې ته په تور سپين آس سپور راشي!
د روميانو په ښارونو کې يوه مسلمان سړي دا چيغه واورېده، نو تر معتصمه پورې يې ورسوله.
بيا په داسې حال کې يې هغې ته ځواب ووايه چې پر تخت ناست و: اې خورې حاضر يم… اې خورې حاضر يم!
بيا يې وويل: زما دې پر هغه ذات قسم وي چې له هغه پرته بل معبود نشته، تر هغه به زما سره اوبه و نه ويني، څو مې د هغوی په زمکو آسان نه وي ځغلولي.
او سمدستي پاڅېده او په خپله ماڼۍ کې يې چيغې کړې… ځئ چې جهاد ته ځو! ځئ چې ټول جنګ (جهاد) ته ځو.
هغه يو ستر لښکر تيار کړ… او په هماغه ښار يې غزا ور ګډه او له يوې سترې جګړې وروسته يې په ۲۲۳ هـ / ۸۳۷ م هغه ونيو.
بيا هغه وويل: ما ته هغه سړی راولئ… په الله جل جلاله قسم، تر هغه به له دې ځايه ولاړ نشم څو هغه سړی ما ته رانشي، کوم يو چې هغه ښځه ازار کړې وه.
نو خلکو هغه سړی په راښکلو راښکلو ورته راووست… بيا ده هغه د ښځې پر وړاندې ودراو او هغې ته يې وويل: دا سړی ستا لپاره غلام دی… ستا خوښه د الله جل جلاله د رضا لپاره يې ازاروې او که خوښه دې وي ستا غلام شو.
هغې وويل: د الله جل جلاله د رضا لپاره يې ازادوم.
معتصم لږ په څنګ شو او ويې ويل: دا زه معتصم يم او دا زما برګ آس دی.

سرچینه: البدایة والنهایة ابن کثیر

ژباړه: عباس عابد

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: