د ملابرادر او مايک پمپیو وروستی ملاقات

 

ليکوال: مسرور درمل

د حق او باطل جګړه له هغه وخته روانه ده، کله چې یې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته امر وشو، د تاريخ صفحو د مسلمانانو او کفارو تر مېنځ ډیرې جګړې ثبت کړې دي، په دې جګړو کې أکثره هغه جګړې چې په ښه نيت او قوي هوډ د وطن د آزادۍ، اسلامي نظام د قيام او د اشغال د ځپلو لپاره شوې دي، کاميابې دي، دې جګړو مسلمانانو ته دا درس پرېښی دی، چې هېڅکله د خپل وطن په دفاع کې ناغېړي ونکړي او هر اشغالګر ته څرنګه چې مناسبه وي هغسې ماته ورکړي.

دې درس شل کاله مخکې د افغان ولس له مېنځه ځيني غيرتمن او هوډمن زلمي هم وهڅول چې د امريکا د اشغال په وړاندي مبارزه وکړي او دې ته یې پرېنږدي، چې په دې مسلمان هيواد کې پليته ډيموکراسي حاکمه شي، دا مبارزه لومړی هرچا د افغانانو په تاوان ګڼله، خو اوس شل کاله وروسته کله چې امريکا د سولې لپاره وزر ټيټ کړ، ثابته شوه، چې د تاريخ درس رښتيا او مثبت دی، دې پاکو افغانانو په کمو وسائلو خو قوي ايمان دا ستره جګړه وګټله، تر دې چې خپل دښمن یې هم په دې قائل کړ، چې زموږ جګړه پاکه او د پاک هدف لپاره وه.

د سولې په دې جريان کې له اشغالګرې امريکا سره، تړون لاسليک شو او پرون له ډېرو غورځو پرځو وروسته، د بین الافغاني مذاکراتو لومړۍ غونډه هم وشوه، غونډې ته د هغې امريکا د بهرنيو چارو وزير هم راغلی و، کومې چې شل کاله مخکې د افغانانو لپاره يوازي مرګ او زندان انتخاب کړي وو، له غونډې وروسته د طالبانو د سیاسي دفتر مشر او سیاسي مرستیال ملا برادر آخوند د امريکا د بهرنيو چارو له وزير مايک پمپيو سره ملاقات درلود، چې تر دې ملاقات مخکې د ملا برادر او مايک پمپيو ګډ انځورونه واخیستل شول او ډېر ژر په ټولنيزو شبکو کې له نادرو تبصرو سره نشر شول، چې له جملې یې د ځينې مشهورو عرب ليکوالانو تبصرې داسې وې:

دوکتور محمود رفعت د ملا برادر او مايک پمپیو له دې ګډ انځور سره ليکلي:
دا انځور عربو ته زر درسونه لېږي، د امريکا د بهرنيو چارو وزير د طالبانو په مخ کې شرمنده ولاړ دی، او له دې وروسته چې افغانستان ته یې يو لک سرتېري ولېږل او زر مليارده ډالر یې پرې مصرف کړل، اوس له طالبانو څخه دا غوښتنه کوي چې د خوندي وتلو لاره ورکړي، طالبان ماڼۍ او بېړۍ نه لري، نه هم د عربو د لښکرو په څېر تجارت کوي ځکه یې خاوره ازاده شوه او چين او روسيه یې د پلاوي د کوربتوب هڅې کوي.

عبدالحمید ليکي:
دوی به تاسو ته ترهګر ويل او په بېلابېلو لارو به له تاسو څخه ګرزېدل، که دوی بریالي شوي وای، تاسو ته به یې بیا هم ترهګر ويل او اوس چې دوی ناکام شول نو تاسو يوه قوي جوړه ياست چې له دوی سره خبرې کوئ!.

حيدر بن علي اللواتي ليکلي دي:
امريکا دوه لسیزې افغانستان اشغال کړ، حکومت یې ړنګ کړ، خلک یې بېځايه کړل، سلګونه زره خلک یې ووژل او د افغانانو له ځمکې او خاورې څخه یې ګټه پورته کړه، خو پايله یې څه ده؟ اوس امريکا غواړي چې ووزي او له طالبانو سره خبرې کوي، هغه طالبان چې امريکا د ترهګرې ډلې په نوم يادول.
دا د‌ هغه چا لپاره يو درس دی، چې فکر کوي چې اشغال يو لازمي تقدير دی او د قوي اشغالګر په وړاندي مبارزه يو بې ګټې کار دی.
له طالبانو سره د امريکا په خبرو کې مهم درسونه شته:
الله جل جلاله وعده کړې ده چې د باطل ډله په خپل بطلان باندي همېشه را جمعه نه وي، حتماً به دوی يو د بل په مقابل کې دریږي، که څه هم يو څه موده یې ووزي.
او بل دا چې څوک چې په هره عقيده په خپله خاوره له اشغالګر سره وجنګیږي، حتماً به کاميابه کیږي، نو هلته به څنګه نه شي کاميابه چې په حق هم وي؟

او د ناديا په نوم يوه عربه مېرمن ليکي:
طالبان پیسې، تېل او شتمني نه لري، خو په الله جل جلاله او د هغه په رسول صلی الله عليه وسلم باندي ټينګ ايمان لري او کلکه عقيده او هوډ لري، د نړۍ تر ټولو ځواکمن هيواد دوي ته ټيټ شو او دوی سرلوړي شول.
متل دی چې: ګرم لاس هرومرو ټپي کیږي.

او ډېرو نورو له انځور سره ليکلي چې دا يو تاريخي انځور دی، چې هغه څوک چې تر اوسه د ژوند حق نه ورکول کېده، اوس د خپل مقابل په مخ کې سرلوړی ولاړ دی او د کښېناستلو په وخت کې بې له انتظاره تر هغه مخکې کښېني.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: