وروستۍ هيلې يې هم ناهيلې شوې

 

ليکوال احمد منصور

بلا اخره هغه غونډه هم وشوه چې دا شپږ مياشتې د کابل اداره او نورې کړيۍ يې په وړاندې خڼډ وې، کوښښ يې کاوه چې د بين الافغاني مذاکراتو مخنيوی چې په هرې طريقې کیږي وکړي، په همدې موخه يې له ممکنو او غير ممکنو لارو  مشکلات ورته جوړول؛  خو دا چې ټول افغانان د سولې غوښتونکي وو، کابل اداره خپلو شومو پلانونو کې پاتې راغله.

د روانې ستمبر میاشتې ۱۲مه نيټه تاريخي ورځ وه چې افغانان سره کيناستل  په هېواد کې د بدختيو د ورکولو لپاره مذاکراتو ته لارو موندلو په سيستم،  چوکاټ جوړولو،  د دواړو لوريو په رضايت يو طرحه جوړلو، که څه هم طالبانو په وار وار ويلي چې مونږ له ادارې سره د حکومت په حيث خبرې نه کوو ولې د نورو افغاني جهتو په څېر د کابل اداره هم د يو جهت په توګه ورسره منلو ته تيار دي او په مذاکراتو کې يې استازي ګډون کولی شي.

ځينو سياسونو کوښښ کاوه چې له موجودې ادارې او جمهوريت څخه دفاع وکړي او داسې وښيي چې مونږ د دوی په اصطلاح د حکومت په نمايندګی راغلي يو، مزدورو رسنيو هم داسې ښودل چې ياد سياسيون د کابل ادارې استازي دي.

دا چې طالبانو له هر لحاظه يادې غونډې ته پوره چمتوالی نيولی و، مطبوعاتي همکارانو او په سوشل ميډيا کې خواخوږو يې اسلام پالو مبارزينو د مزدورو رسنيو  ياده ادعا چې سياسيون د حکومت په نمايندګی مذاکرات کوي ناسمه وبلله هېواد وال او نړيوال يې خبر کړل چې طالبان مذاکرات يوازې له افغاني جهتونو سره کوي  نه له مزدورې ادارې سره ځکه  اداره په خپلو پرېکړو کې خپلواکه نه ده او نه افغانانو ته د منلو وړ ده.

جالبه او حيرانوونکې دا وه چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو  په  ياده غونډه کې وويل چې نور مونږ په تاسو ديموکراسي او  جمهوريت نه تحميلوو خو له کابل څخه تلونکو بيا هم جمهوریت ياداوه ، هغه جمهوريت چې امريکايان په دې اعتراف کوي چې جمهوريت په تاسو تحميلول  د امريکا  ستره تيروتنه وه.

د تلليو سياسيونو روستۍ هيلې هم ناهيلې شوې، دوی په دې آند ول چې شايد په ياد مجلس کې خليلزاد، ،پامپيو او يا مېلر داسې وينا وکړي چې د دوی په طبيعت برابره وي او  بقاء يې پکې نغښتتې وي؛ خو د دوی د تمې خلاف پمپيو وويل امريکا په افغانانو د خپل فکر خپرولو د خپل نظام پلي کولو کې ناکامه وبلله او خپلو غلامانو ته وويل چې نور تاسو پوه شئ او خپل کار مو زمونږ  ياري تر دې نيمې لارې وي.

تاسو د امريکا تېر تاريخ نه ده مطالعه کړی چې هغوی هر هېواد کې له خپلو دوستانو سره همدا ډول چلند کړی خپله ترې تللي او هغوی يې د آزادي غوښتونکو رحم او کرم ته پريښي، د کابل له ادارې سره يې هم هغسې عمل تر سره کړ.

نو ويلی شو چې  د مزدورانو وروستۍ هيلې هم ناهيلې شوې بايد نور د خپل اولس له وژلو لاس واخلي  د سولې نه راتلو مخکې خنډونه ايجاد نه کړي او نه تخريشي خبرې او اعمال ترسره کړي، دوی دې دا د طالب احسان وبولي چې له دې دومره جناياتو ترسره کولو با وجود هم دوی سره د افغانانو په حيث خبرې کوي.

مونږ رسنۍ تعقيبوو، تر ټولو زيات دوی سوله تخريبوي، داسې خبرې کوي چې ژوندۍ سوله دفن کوي او بيا سولې  ته ژمنتيا له طالب غواړي طالب نور څومره سولې ته رښتونی او وفادار شي چې هغو ته يې بښنه وکړه او د عفوې دروازې ورته خلاصې پرېښودې چې دا شل کاله د طالب  په کور له امريکاسره يو ځای ورواوښتل، طالب يې زنداني کړ، سختې شکنجې یې ورکړې او بې کوره يې کړ خو بيا هم همغه طالب د پردو غلامان معاف کړل، نور نو طالب سولې ته څه ډول انعطاف وښیي؟

که دوی بيا هم هيلې لري چې امريکا به تم شي، دا هيلې به يې پوره نشي، بلکې همداسې ناهيلي به پاتې کيږي…!

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button