تمه ده تر راتلونکي پسرلي ټول امریکايي سرتیري له افغانستانه ووځي: مایک پامپیو

عزم (دوشنبه، ۲۴ وږی، ۱۳۹۹): د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پامپیو، ویلي چې د افغانانو خپلمنځي مذاکراتو ته خوشبین دی او تمه لري چې د ۲۰۲۱ز تر پسرلي پورې به له افغانستانه ټول امریکايي سرتېري ووځي.

پامپیو Breitbart News ته ویلي، ولسمشر ډونلډ ټرمپ په دوحه کې له روانو مذاکراتو دوې موخې لري چې یوه یې خپل هېواد ته د امریکايي سرتېرو راستنول او په افغانستان کې د خلکو د وژنې درول او بله یې د امریکا ساتل دي. د نوموړي په وینا، ”زه فکر کوم چې نن موږ په داسې مقام کې د امریکا درولو ته روان یو چې دا دواړه کارونه پکې کولای شو“.

پامپیو ویلي چې د سپتمبر د ۱۱مې تر پېښو ۱۹ کاله وروسته افغانان د خپل هېواد د راتلونکې په اړه ناستې او جدي بحثونو ته چمتو شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د شنبې په ورځ د بین الافغاني مذاکراتو پرانیستغونډې ته په اشاره ویلي چې دوی په تېره مارچ یا اپرېل میاشت کې د دې ورځې د لیدو تمه درلوده، خو دا ورځ د طالبانو او امریکا د تړون تر لاسلیک شپږ میاشتې وروسته راغله اما، په وینا یې، ”زه هغه پرمختګ ته خوښ یم چې نن وشو“.

د امریکا دې لوړپوړي ډیپلوماټ ویلي، ”مذاکراه کوونکي لوري د دې د یقیني کولو مسؤلیت لري چې وتلې کړۍ دا هڅې تخریب نه کړي. ګڼ داسې لاسونه شته چې د دې [هڅو] ناکامېدل غواړي او غواړي چې امریکا شل کاله نور هم په افغانستان کې نښتې وي. افغان حکومت او طالبان دواړه مسؤلیت لري چې د دې مخنیوی وکړي“.

مایک پامپیو د دې پوښتنې په ځواب کې چې د افغانانو د خپلمنځي خبرو مرکزي نقطې به څه وي وویل چې ”اساسي ننګونه“ به د افغانانو په منځ کې د واک د اشتراک څرنګوالی او د افغان حکومت نوعیت وي.

هغه همداراز ویلي، ”موږ القاعده وایسته او طالبان لا هم وسلې او د زیان اړولو توان لري“.

ښاغلي پامپیو د طالبانو د مشرتابه له سیاسي مرستیال، ملا عبدالغني برادر، سره د خپلو لیدنو په اړه ویلي چې دئ ”تشویق“ شوی چې د دواړو لورو ترمنځ اختلافاتو ته حل لاره شته، ”دا درېم، ممکن څلورم، ځل دی چې زه له ده سره خبره کوم – دویم ځل دی چې مخامخ مې ورسره لیدلي دي. دوی د خپلو اهدافو ډېره څرګنده دسته لري، د هغه څه چې دوی وايي غواړي یې او اړتیا ورته لري. کله چې زه پوه شم چې افغان حکومت څه غواړي او څه ته اړتیا لري او له طالبانو او د طالبانو د کنټرول له ساحو بهر د افغانستان خلک څه غواړي، زه تشویق کېږم چې دې ته یو حل شته. هیله لرم چې همداسې به وي“.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button