پروان: طالبانو یوه ستره سیمه د دولتي عسکرو له شتون نه تصفیه کړه

عزم دوشنبه،۲۴، وږی، ۱۳۹۹):راپورونه وایي چې دپروان ولایت دسیاګرد ولسوالۍ اړوند د چهارده سیمه کې د ملي اردو لویې قرارګاه سقوط کړی او یاده سیمه په بشپړ ډول د طالبانو لاس ته لویدلې ده.
دولتي سرچینې وایي، لا هم جګړه روانه ده او د یادې سیمې ځینو برخو کې دولتي ځواکونو وروستۍ هڅه کوي تر څو د طالبانو له کلابندۍ ځان خلاص کړي.
د سیمې خلک وایي، د یادې قرارګاه د دفاع او کومک په موخه هزاره قومندان علیپور او قوماندان نعیم هم شخصي ملیشې ور استولې وې چې د طالبانو د سختو بریدونو له امله شاتګ ته اړ شوي دي.

طالبان وایي چې «د یادې قرارګاه په تخلیې سره یاده سیمه داسلامي امارت دمجاهدینو تر مکمل تسلط لاندې راغله »

د طالبانو خبرپاڼه کې راغلي چې دا مهال هم په سیمه کې ددوی لخوا چاڼیز عملیات روان دي او هڅه کوي سیمه په بشپړ ډول له دولت پلوه عناصرو تصفیه کړي.

د پروان سیمه ییز چارواکي وایي، جګړه د حزب اسلامي د قوماندان دادالله لخوا، چې په دې وروستیو کې له طالبانو سره یوځای شوی، مخته وړل کیږي؛ خو طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button