سبا ورځ؛ د مذاکراتي ټیمونو لومړنۍ عمومي غونډه کیږي

عزم دوشنبه،۲۴، وږی، ۱۳۹۹):د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم وایي چې د تیرې ورځې په څیر نن ورځ هم د ماښام له لمانځه وروسته د بین الافغاني مذاکراتي ټیمونو د تماس کمیټو ناسته ترسره کړې ده.

نوموړی زیاتوي« په ناسته کې بيا هم د راتلونکو ناستو پر کاري اصولو او مهال ويش باندې خبرې وشوې.»

ډاکټر نعیم وایي چې دواړو ټیمونو د عمومي غونډې د چمتوالي په اړه چې په وینا یې “سبا ته به تر سره شي” خبرې او “هوکړه” وکړه.

د کابل د مذاکراتي ټیم غړی نادر نادري هم پر خپله ټویټرپاڼه دا موضوع تائیدوي او وایي چې «نن د سولې مذاکراتو د تماس ډلې د کاري اصولو او طرزالعمل په اړه تفصیلي خبرې وکړې او د عمومي غونډې لپاره چې سبا ته به ترسره شي چمتو کړل.»

‏د سولې په چارو کې د دولت وزارت هم ویلي چې نن د سولې مذاکراتو د تماس ډلې د کړنلارې او کاري اصولو په اړه سره ډېر بحث وکړ او دا کړنلاره یې د عمومي ناستې لپاره چې ټاکل شوې سبا د دواړو پلاویو ترمنځ ترسره شي، چمتو کړې ده.

د یادولو ده چې تیره ورځ هم دواړو لوريو پر همدې موضوع سره ناسته درلوده، چې کومې پایلې ته نه وه رسیدلي.

د کابل پلاوی د اوربند پر موضوع زیات ټینګار کوي، خو طالبان بیا وایي چې لومړی باید هغه ګامونه واخیستل شي چې اوربند تضمین کړای شي.

د تماس په ګروپ کې د مذاکراتي ټیمونو ټول غړي نه، بلکې څو محدود کسان شامل دي؛ چې د کابل له ټیم څخه ضرار مقبل، عنایت بلیغ،نادر نادري، محمد ناطقي او فوزیه کوفي او د طالبانو له لوري بیا مولوي عبدالکبیر، شیر محمد عباس ستانکزی،نورالله نوري،شهاب الدین دلاور او مولوي قاسم ګډون لري.
د کابل د ټیم ټول تمرکز پر اوربند ده او د طالبانو غوښتنه لا معلومه نه ده، خو دا چې دواړه خواوې پر څه توافق کوي، دا به د دوشنبې پر ورځ چې د رسمي مذاکراتو لومړۍ ورځ ده، معلومه شي.
ویل کیږي مذاکرات به د رسنیو تر څار لاندې نه وي او یواځې هغه څه به رسنیز کیږي، چې توافق پرې کیږي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button