شپږیزه‌لیګ، کابل بازان پای لوبې ته ووتل

عزم (‌سه‌شنبه، ۲۵، وږی، ۱۳۹۹ل): د شپږیزې کرېکټ لیګ اووم پړاو سیالیو په ۱۶مه (لومړي کوالیفایر) لوبه کې د مس عینک اتلان له کابل بازانو سره مخ شول، چې کابل بازانو ترې د څلورو ویکټو په توپیر لوبه وګټله او پای لوبې ته ووتل.

د لوبې پچه کابل بازانو وګټله او مس عینک اتلانو پر وړاندې یې د توپ اچوونې پرېکړه وکړه. مس عینک اتلانو د ټولو ۲۰ اورونو په لوبولو سره د درېیو لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۸ منډې وکړې.

د عینک اتلانو لپاره په توپوهنه کې حشمت الله شهیدي ډېره په زړه پورې او زړوره لوبه وکړه چې د لوبې تر پایه په ۹۷ منډو ناسوځېدلې پاتې شو. همدارنګه غمي ځدراڼ ۴۶ او محمد شهزاد هم ۴۰ منډې وکړې او سیال لوري ته یې د ۲۰۹ منډو هدف وټاکه.

د کابل بازانو لپاره په توپ اچوونه کې ننګیالي خروټي دوه او ضیاءالرحمن یوه ویکټ واخیسته.

د کابل بازانو لپاره په توپ وهنه کې عظمت الله عمرزي ۶۲، نورعلي ځدراڼ ۸۵، رحمن الله ګربز ۲۰، ننګیالي خروټي ۱۳ او صدیق الله اتل ۱۲ منډې وکړې او د ۱۹،۱اورونو په لوبولو یې د مس عینک هدف پوره کړ.

د مس عینک په توپ اچوونکو کې شاپور ځدراڼ او ابراهیم دوه ـ دوه او نور احمد یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د دې  لوبې د غوره لوبغاړي جایزه نورعلي ځدراڼ، د ډېرو شپږیزو وهونکي لوبغاړي او د سټایلېش لوبغاړي جایزه عظمت الله ته ورکړل شوه.

بند امیر بُست ساتونکو ته ماتې ورکړه

شپږیزې کرېکټ لیګ اووم پړاو سیالیو په ۱۷مه (ایلیمینېټر) لوبه کې د بند امیر ښاماران د بست ساتونکو پر وړاندې لوبه وکړه، چې بند امیر تې د ۷۶منډو په توپیر بریا خپله کړه او د دویم کوالیفایر پړاو ته لاره وموندله.

د دې لوبې پچه بست لوبډلې وګټله او د بند امیر پر وړاندې یې د توپ اچوونې پرېکړه وکړه. د بند امیر لپاره اصغر افغان ۹۵، حضرت الله ځاځي ۴۹، عثمان غني ۴۲ او ابراهیم ځدراڼ ۳۷منډې وکړې او په شلو اورونو کې یې د دوو لوبغاړو په سوځېدو ۲۳۲منډې وکړې.

بست ساتونکو ته امیر حمزه او وقارالله اسحاق یوه-یوه ویکټ واخیسته.

د بست ساتونکو لپاره کریم جنت ۶۰، احسان الله ۲۱ او عمران جنت ۱۶ منډې وکړې او نورو لوبغاړو یې یو په بل پسې ویکټې له لاسه ورکړې او یوازې ۱۵۶منډې یې ترلاسه کړې.

نن بند امیر امیر د مس عینک سره لوبه کوي، چې ګټونکې لوبډله به پای لوبې ته وځي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: