هېواد ورځپاڼه: د سولې لپاره دې جګړه بنده شي

عزم (‌سه‌شنبه، ۲۵، وږی، ۱۳۹۹ل): هېواد دولتي ورځپاڼې په خپله نننۍ سرلیکنه کې د سولې په روانو خبرو او په اوربند بحث کړی دی. ورځپاڼې لیکلي، په دوحه د سولې خبرې روانې دي، خو په هېواد کې جګړې هم زور اخیستی دی. ورځپاڼې لیکلي، د سولې له خبرو سره دواړه لوري پر یوه بل بریدونه کوي.

«دا يو ښه اقدام دى چې په افغانستان کې ښکېل لوري هڅه کوي د خبرو له لارې جګړه ختمه کړي، خو دغه بهير به له ډېرو خنډونو سره مخ وي. د سولې په روانو خبرو کې دې دواړه لوري په خپلو دريځونو کې نرمښت وښيي او په دې توګه په هېواد کې د روانې اوږدې جګړې د پاى لپاره هوکړې ته ورسېږي.»

ورځپاڼې لیکلي، ځینې هېوادونو لا هم غواړي چې په افغانستان کې د جګړه وغځېږي او دغه هېوادونه خپلې ګټې په افغانستان کې یوازې په جګړه کې ترلاسه کولی شي، خو مرکچي پلاوی باید دې ته هم پام وکړي، چې لا هم ګڼ دښمنان په کمین کې ناست دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: