د اوبو د تنظیم اداره: په پکتیا او پکتیکا کې د اوبو ۱۲ واړه بندونه جوړوي

عزم (‌سه‌شنبه، ۲۵، وږی، ۱۳۹۹ل): د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره وايي، په پکتیا او پکتیکا کې د ۱۲چکډمونو تړون یې لاسلیک کړی او چارې به یې ژر پیل شي.

د دې ادارې مشر خان محمد تکل وايي، په پکتیا کې د مچلغو د بند کار هم روان دی او د دې ترڅنګ په دغه ولایت کې د ځینو نورو کوچنیو او لویو پروژې سروې یې پیل کړې ده.

نوموړي د هوکړې د لاسلیک پر مهال قراردادي شرکتونو ته ګواښ وکړ، که د پروژو کار یې بې‌کیفیته وي او خلک له هغې شکایت وکړي د هغه شرکت نوم به په تور لیست کې واچوي.

دی وايي، د پکتیا ولایت چکډم پروژې د ۱۵،۹مېلیونه افغانیو په ارزښت او د پکتیکا د چکډم د ۸مېلیونه افغانیو په ارزښت پلي کېږي، چې ۳۶زره او ۸۲۰متر مکعب اوبه په دغه چکډومونو کې ذخیره کېږي او ۳زره او ۱۳۹هکټاره کرنیزه ځمکه به خړوبوي او ۲زره او ۶۶۵کورنۍ له پاکو اوبه ګټه اخلي.

په ولسي جرګه کې د پکتیکا استازي نادرخان کټوازي وویل، په پکتیکا کې ګڼ خلک د اوبو د کمښت ستونزې لري او له حکومت یې وغوښتل چې د پاکو اوبو سیستم ورته برابر کړي.

د ژمي په موسم کې د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو ډېرې واورې او ورښتونه کېږي، چې اوبه یې نه ذخیره کېږي او ګاونډیو هېوادونو ته ځي. د اوبو د تنظیم برخې کارپوهان وايي، که حکومت د هېواد په ګوټ ګوټ کې واړه د اوبو بندونه جوړ کړي او اوبه ذخیره کړي، نو زرګونه جریبه ځمکه به خړوب کړي او هم به زرګونه خلکو ته پاکې اوبه په لاس ورشي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button