بين الافغاني خبرې، د طالبانو برلاسي او راتلونکی افغانستان..؟!

عطاءاالله مبارز

له اوږد انتظار وروسته د روانې ميلادي مياشتې په ۱۲مه نيټه د قطر په پلازمينه دوحه کې په رسمي توګه د طالبانو او افغان سياسي جهتونو ترمنځ بين الافغاني خبرې پيل شوې او داسې تمه ده چې دا خبرې به مثبتې او د هيواد په ګټه پايلې ولري.

که څه هم تراوسه نه شو ويلی چې بين الافغاني خبرې به په څومره وخت کې پايلې ولري او دواړه لوري به څه ډول وکولای چې ترمنځ يې د شته واټن په راکمولو بريالي شي؛ خو که لږ په ځير ورته وکتل شي، دا خبرې دوه جهتونه لری: لومړی داچې هيواد کې څلوېښت کلنې جګړې او ناخوالو بېلابېل لاملونه او اړخونه درلودل، د هر لامل درک او بيا يې د له منځه وړلو په لارو چارو بحث کول او بالاخره يوه منل شوې حل لاره پيدا کول پيچلی او دروند کار دی او ډېر وخت، زغم او درګزر ته اړتيا لري.

خو که دوهم جهت ته وکتل شي، چې د بين الافغاني مذاکراتو ټول ګډونوال افغانان دي او دا خو څرګنده خبره ده، چې د افغانانو ترمنځ مشترکات ډېر دي، دين يې يو دی، ملي او ديني ارزښتونه يې سره شريک دي، د هيواد ملي ګټې او ارضي تماميت ورته مهم دي، که د دغو مشترکاتو له مخې ټولې خواوې په پوره اخلاص ديني او ملي معيارونه په نظر کې ونيسي، بيا دا خبرې ډېر ژر يوې مثبتې پايلې ته رسېدلای شي.

ډېری سياسي شنونکي او مبصرين داسې انګيري، چې په دې خبرو کې به طالبان له څو وجو برلاسي او ګټونکي وي:
لومړۍ دا چې طالبانو د امريکا په څېر ستر ځواک سره په ډېر ښه ډول اوږدې او پيچلې خبرې وکړې، په پای کې وليدل شوه چې پايله د طالبانو په ګټه وه؛
دوهمه داچې طالبان له امريکايي اشغال څخه د هيواد دازادۍ ستر وياړ له ځان سره لري، چې دا به په بين الافغاني خبرو د طالبانو مورال او روحيه لوړه وساتي؛
درېيمه داچې په دغو مذاکراتو کې د طالبانو غوښتنې د ملت له غوښتنو او ملي ارزښتونو سره برابرې دي، چې دا هم په روانو خبرو کې د طالبانو لوری ځواکمنوي. په ټوليز ډول داسې انګېرل کيږي، چې طالبان به په دې خبرو کې هم برلاسي وي.

طبعي ده چې په دې خبرو کې به د سولې او ټيکاو په اړه د بحثونو ترڅنګ د راتلونکي نظام د څرنګوالي په اړه هم خبرې کيږي، او په يو داسې اسلامي نظام به موافقه کيږي، چې ټولو افغانانو ته د منلو وړ وي او ټول افغانان پکې خپل ځان وويني، هيڅوک له نظام څخه د باندې پاتې کېدو احساس ونه کړي، چې ددغه ډول ځواکمن، په ديني او ملي ارزښتونو ولاړ او ټولشموله نظام په راتګ سره دافغانستان ټولې شته ستونزې حل کېدلی شي او په هره برخه کې د هيواد د پرمختګ ضمانت کوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button