يو تصوير او زر خبرې..!

ژباړه او راټولونه: م. احمدطلحه

د (خديجة بن قنة) په نامه د الجزيرې يوې خبريالې د روانې ستمبر مياشتې په ۱۳مه نېټه په خپله فيسبوک پاڼه د طالبانو د سياسي مرستيال ملاعبدالغني برادر او د امريکا د بهرنيو چاورو وزير مايک پمپيو ګډ اخيستل شوی تصوير پورته کړی او ورسره ليکلي يې دي:

«په افغانستان کې د امريکا له لوري د طالبانو پر وړاندې پيل شوې جګړه، چې شل کاله يې دوام وکړ، ۸۴۰مليارده ډالر يې پرې ولګول او تر سل زره زياتو امريکايي عسکرو په کې برخه درلودله، په مينه او نرمۍ حل شوه، ټرمپ طالبانو ته د دوستانو خطاب وکړ، د نړۍ سترو قدرتونو طالبانو سره نرمي غوره کړه. روسيې او چين غوندې ځواکمنو هيوادونو د طالبانو پلاوي خپلو هيوادونو ته وبلل. هندوستان د طالبانو مشروعيت ومانه، ايران او نور ډير هيوادونه هڅه کوي، چې دوستانه اړيکې ورسره ولري. ايا عربو له دې څخه درس واخيست؟»

په دغه فوسټ باندې نږدې اته زره تبصرې او کمنټونه شوي دي، چې د ځينو ژباړه يې په لاندې ډول ده:
يونس معروفي ليکلي: « نه! عرب به هيڅکله په دې پوهه نشي، چې عزت په قربانۍ کې دی، هغوی يوازې په دې پوهيږي، چې چوکۍ او منصبونه بل ته په عاجزۍ او بوټ پاکي لاسته راځي.»

احمد السيد ليکلي:« کوم قوم چې جهاد او مقاومت پرې ايښی دی، الله تعالی ذليل او زبون ګرځولي دي، دا خلک(طالبان) هميشه په جهاد عزتمن شوي، که څه هم ډېر لږ امکانات لري؛ خو بيا هم د نړۍ سترو ځواکونو ته نه دي تسليم شوي. عرب واکمن بايد پوه شي، چې امريکا او ورته نور هيوادونه ځواکمنو ته د احترام په سترګه ګوري، ډارنو او خائنانو ته په عزت او احترام قائل نه دي.»

محمود الزواهرة ليکلي:« ملتونه په دې خبره پوهيږي او د الله تعالی په لار او د خپلو هيوادونو او ښارونو د ازادۍ په لار کې شهادت او قرباني هم پېژني؛ خو واکمن عربي امت ته د عزت د بيا اعادې اراده نه لري.»

بلال حموي ليکلي:« استعمارګر يوازې د زور او ځواک په ژبه له عربي هيوادونو وځي، اصلي عرب ډېر ښه پوهيږي، خو له بده مرغه وروسته ځينې داسې خلک راغلل چې د امت تېر له برم او دبدبې ډک تاريخ يې هېر او له پامه وغورځاوه.»

Qs Omari ليکلي:«دا جګړه مو د ډېرو سترو قربانيو په بدل کې ګټلې، او دا د الله تعالی نعمت دی، چې موږ ته يې راکړی دی، زه افغان يم او پرې وياړم. الحمدلله».

فائق کاظم ليکلي: «د الله تعالی له کتاب او د رسول الله صلی الله عليه وسلم حديثو سره سم عمل کول د کافرانو په وړاندې د الله تعالی د مرستې ضمانت کوي، که څه هم د کافرانو ځواک ډېر زيات وي.»

خطيب الخطيب ليکلي: «له جګړې وړاندې امريکا طالبان تهديدول، په ځواب کې ملا محمد عمر ورته ويلي و، چې تاسو موږ تهديدوئ؛ خو الله تعالی موږ سره وعده کړې ده، موږ ګورو چې د چا وعده رښتينې ده؟» ان تنصروالله ينصرکم… الآية

محمد السعيد عبدالحافظ ليکلي:« رښتنی مسلمان همداسې ځواکمن او لوړ سری وي، طالبانو ته دوه لاسي سلام او په مشر ملاصاحب (ملامحمدعمر) دې د الله تعالی رحمت او لورينې وي».

محمود محمد د قران کريم دا ايت: (وَلا تَهِنُوا وَلا تَحْزَنُوا وَأَنْتُمُ الْأَعْلَوْنَ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ) ليکلی او بيا يې زياته کړې: « دوی د الله تعالی ددين مرسته وکړه، الله تعالی د دوی مرسته وکړه»

سعد علي ليکلي: « د خبرو بنسټ ځواک او قوت دی، که طالبان قوي او ځواکمن نه وای، امريکا به هيڅکله د مذاکرې ميز ته نه وای حاضره شوې.»

اشرف ليکلي:« دا د الله تعالی طريقه ده، چې په ځمکه کې باطل زبون ګرځوي، که څه هم ډېر وخت مهلت ورکوي، همدا زموږ اسلام راښودلي دي.»

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: