طالبانو د ولسي جرګې د لومړي مرستیال”میرزاکټوازي”۸۰کیلو ګرامه سره زر نیولي

د نوموړي په هکله ویل کیږي، چې د سیمې د محلي پولیسو لپاره یې په خپل شخصي لګښت پرمختللې وسلې هم رانیولې او په تور بازار کې په لوی قاچاق کې دخیل دی.

 

عزم دوشنبه،۲۴، وږی، ۱۳۹۹): راپورونه وایي چې طالبانو د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې د ولسي جرګې د لومړي نائب “مرستیال” میرزا کټوازي اړوند د میلیونونو ډالرو په ارزښت سره زر نیولي دي.
سرچینې وایي چې،طالبانو ته دغه کچه سره زر د نوموړي له ۲تنو ساتونکو، یوه مرمۍ ضد موټر او نورو توکو سره یوځای په لاس ورغلي دي.

سرچینو عزم ته ویلي، دغه شاوخوا ۸۰کیلو ګرامه سره زر څه موده وړاندې د طالبانو لاس ته لویدلي او د نوموړي نیول شویو ګارډانو اعتراف کړی چې ټول نیول شوي توکي د وکیل کټوازي اړوند دي.
د سرچینو په وینا، کټوازی ایران ته د تورو ډالرو په قاچاق او متحده عرب اماراتو ته د قیمتي توکو د انتقال پروژې په لاس کې لري او داځل یې هم غوښتل په دغه کچه سره زر له پلازمینې کابل نه، پکتیکا ته او له هغه ځایه پاکستان  ته ولیږدوي چې د لارې په اوږدو کې د طالبانو لخوا ونیول شول.
سرچینه زیاتوي چې وکیل کټوازی هڅه کوي د بیلابیلو چینلونو له لارې، نیول شوي سره زر له طالبانو بیرته ترلاسه کړي، خو طالبانو بیا د ملي شتمني د قاچاق له امله تر اوسه نوموړي ته د یادو سرو زرو له سپارلو انکار کړی او په دې هکله یې تحقیقات پیل کړي دي.
د نوموړي په هکله ویل کیږي، چې د سیمې د محلي پولیسو لپاره یې په خپل شخصي لګښت پرمختللې وسلې هم رانیولې او په تور بازار کې په لوی قاچاق کې دخیل دی.
تر اوسه طالبانو رسما په دې هکله څه نه دي ویلي او نه یې هم نوموړي وکیل په تړاو کوم سپیناوی کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې پولیسو هم په هوایي ډګر کې د یوه وکیل څخه په زیاته کچه سره زر نیولي وو.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button