امریکایي قوماندان: تر اوسه له طالبانو سره د روسیې د مرستو په تړاو هیڅ ثبوت یا شواهد نه لرو

عزم سه شنبه،۲۵، وږی، ۱۳۹۹:  د امریکا د مرکزي قومندانۍ “سنټکام” قومندان جنرال “فرانک مک کینزي” له ان، بي، سي نیوز سره تازه مرکه کې ویلي چې امریکا تر اوسه هیڅ داسې شواهد نه دي موندلي چې وښیي، روسیې دې په افغانستان کې د امریکایانو د وژنې پر سر طالبانو ته پیسې ورکړې وي.

نوموړي زیاته کړې، چې تر اوسه پر روسیې دا تور چې ګواکې د امریکایي عسکرو د وژنې پر سر به یې طالبانو ته پیسې ورکړې وي، تشه ادعا ده او هیڅ ثبوت یې په هکله شتون نه لري.

نوموړی وایي چې دوی د نیویارک ټایمز له راپور وروسته دا قضیه څیړلې او په هکله یې هر اړخیز تحقیقات کړي، خو په وینا یې چې تر دې مهاله یې په دې تړاو کوم څه نه دي ترلاسه کړي.

په تېره جون میاشت کې امریکایي نیویارک ټایمز ورځپاڼې د نامعلومو سرچینو په حواله راپور ورکړ، چې ګواکې روسیې افغانستان کې طالبانو ته د امریکایي وګړو د وژنې پر سر پیسې ورکړې؛ چې په تعقیب یې روسیې دا ادعا په سختو ټکو رد کړه او سپینې ماڼۍ او جمهور رئیس ټرمپ هم یاد راپور یوه بې بنیاده ادعا وبلله.
طالبانو په وار وار ویلي چې ددوی مبارزه د چا د احسان پوروړې نه ده او تر دې مهاله یې له هیڅ کوم هیواد څخه مالي، لوژیستیکي او نورې مرستې نه دي ترلاسه کړې.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button