ډاکټر نعیم: تر اوسه اجنډا نه ده ټاکل شوې؛ دناستو د طرزالعمل په اکثره مواردو توافق شوی

عزم سه شنبه،۲۵، وږی، ۱۳۹۹):د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر نعیم وایي چې نن مازدیګر څلور نیمې بجې د بین الافغاني مذاکراتو د ټیمونو ترمنځ عمومي ناسته ترسره شوې، چې پرمهال یې د دواړو ټیمونو مشرانو خپلې ویناوې اورولې دي.

نوموړي پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې، دواړو مشرانو سپارښتنه کړې چې د تماس ګروپونه هر کله د ناستو د طرز العمل او تقسیم اوقات په اړه پاتې کار نهائي کړي، له هغه وروسته به د مذاکراتو د اجنډا په اړه ناستې ترسره کیږي. «دواړو مشرانو په ناستو کې د خبرو پر مهال د زغم او تحمل سپارښتنه وکړه.»

طالب ویاند وایي، چې دناستو د طرزالعمل په اکثره مواردو توافق شوی او کمه برخه یې پاتې ده.
نوموړي دغه راز ویلي چې په ناسته کې ددواړو ټیمونو لخوا دوه-دوه کسان دارتباط او تماس لپاره وټاکل شول.

د یادونې وړ ده چې د ډاکټر نعیم اعلامیه کټ مټ نادر نادري او د سولې په چارو کې د دولت وزارت پر ټویټر آدرسونو هم خپره شوې ده.

کابل نیوز خبر ورکړی چې د تماس ډلو نادر نادري او ډاکټر نعیم د منشیانو او رسنیو سره د تماسونو نیولو لپاره په کار ګمارلي دي.
بلخواد کابل د مرکچي ټیم غړی نادر نادري پر خپله تویترپاڼه بیا لیکلي چې د سولې ټینګښت پیچلی خو شونی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: