شیخ عبدالحکیم: د یوه خپلواک، اسلامي، افغان شموله مرکزي نظام د قیام لپاره په ګډه پرېکړه کوو

عزم چهارشنبه،۲۶، وږی، ۱۳۹۹):د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر نعیم پر خپله ټویټر پاڼه دخپل مذاکراتي ټیم د مشر شیخ مولوي عبدالحکیم صاحب د خبرو هغه مهم ټکي خپاره کړي چې تیر ماښام یې د افغان جهتونو او د خپل مذاکراتي ګډې عمومي غونډې ته په خپله وینا کې وکړې.

د نوموړي په وینا چې یاد مشر وویل، دا یو ښه فرصت دی چې دهیواد د۴۰ کلن روان وضعیت دحل په اړه په یوه ښه فضا کې خبرې کوو.

طالب مشر ویلي چې دوی “اسلامي امارت” دتفاهم اصل ته په احترام سره متعهد دی چې له “اشغال” څخه را ولاړو شويو ستونزو ته له نورو افغاني جهتونو سره د ګډ تفاهم له مخې د پای ټکی کېږدي.

شیخ ټینګار کړی چې «اسلامي هویت هغه څه دی چې ټول افغانان په یو محور راټولولی شي.»

د طالبانو د مذاکراتي ټیم مشر ویلي چې په مذاکراتو کې هره خبره بايد د مسلمانانو په حيث د خپل هېواد د ستونزو د حل لپاره وي «نه د نورو د خوشحالولو لپاره.»
نوموړي زیاته کړې ده چې متعهد دي، دغه پروسه د اسلامي مقدساتو او ارشاداتو په رڼا کې پر مخ بوزي.

نوموړي غوښتنه کړې چې اړونده خواوې باید د مذاکراتو په جريان کې د زغم او حوصلې څخه کار واخلي او په خبره یې چې« د مذاکراتو د پرمخ وړلو لپاره دې شخصي او ګوندي ګټې يو اړخ ته شي.»

دغه طالب چارواکي ویلي په دې مذاکراتو کې ددوی ګډون په دې خاطر دی، چې په خپلواک افغانستان کې « د واقعي اسلامي افغان شموله مرکزي نظام د قیام لپاره په ګډه پرېکړه وکړو»

نوموړي ټینګار کړی چې د طالبانو جګړه د قدرت د تصاحب په لپاره نه بلکې له بهرني اشغال څخه د هیواد د خپلواکۍ او اسلامي نظام د اقامې لپاره ده.

شیخ عبدالحکیم یوځل بیا ویلي، لکه څرنګه نورو ته اجازه نه ورکوو چې له خپلې يا پردئ خاورې زموږ دخاورې او خلکو استقلال ثبات او امنيت وګواښي.«همدا ډول هېچا ته اجازه نه ور کوو چې زموږ خاوره د نورو د امنيت او ثبات ګواښلو لپاره دسنګر يا د مسابقې د ډګر په توګه وکاروي. »

نوموړي ټینګار کړی چې طالبان له امريکا سره شوي تړون ته ملتزم دي او پر امريکا او متحدينو یې هم غږ کړی چې بايد نوموړي تړون ته په التزام سره خپل مسووليتونه اداء كړي.

د مذاکراتو اصولو ته په پام سره شیخ عبدالحکیم ویلي چې افغانان بايد خپلې ستونزې په خپله حل کړي او په خبره یې چې هيڅ بهرني لوری بايد د افغانانو په چارو کې مداخله ونه کړي.
د یادونې وړ ده چې ددواړو لوریو ټیمونو تیره ورځ په خپه عمومي غونډه کې د مذاکراتي بهیر د پرمخ وړلو لپاره هغه اصول چې توافق ورباندې شوی، وړاندې کړل او ویې ویل چې کم څه دي چې باید بحث ورباندې وشي او وروسته به د مذاکراتي بهیر د پرمخ وړلو لپاره اجنډا ټاکل کیږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: