بلخ: طالبان وایي؛ تر ۶۰زیات عسکر ورسره یوځای شوي

 

عزم (‌چهار شنبه، ۲۶ وږی، ۱۳۹۹): طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ادعا کړې چې د بلخ ولایت په څو ولسوالیو کې ورته په لسګونو تنه دولتي عسکر تسلیم شوي دي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټرپاڼه خبر ورکړی چې د یاد ولایت په چمتال، شولګر، دهدادي، چاهی، خاص بلخ، چهاربولک، شورتپه، نهرشاهی او دولت آباد ولسوالیو مربوطاتو کې ورسره۶۱ تنه عسکر اوپولیس یوځای شوي.
نوموړی زیاتوي«دا کسان د امیرالمؤمنین د عفوې له فرمان څخه په استفاده له خپلو دندو لاس په سر او مجاهدینو ته راغلل.»
مجاهد وایي چې یوځای شویو کسانو ته د دوی د دعوت او ارشاد مسئولینو دروند هرکلی کړی او عادي ژوند ته یې سوق کړي دي.
دا شمیر دولتي عسکر داسې مهال له طالبانو سره یوځای کیږي، چې تازه د طالبانو او افغان جهتونو ترمنځ مذاکرات پیل شوي او تمه ده چې یوه مثبته نتیجه ورکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: