بين الافغاني خبرې او د ځينو منفي تحليلونه

هغه خلک چې دوې لسيزي وړاندې د امريکا د يرغل تر څنګ د امريکايانو د تبليغاتي ماشين د پرزو په توګه راڅرګند شول، د امريکايانو او د هغوی د متحدينو په ګټه يې هر راز درواغو، بهتانونو او سترو ديني او ملي جرمونو ته لاسونه واچول، خپل ټول تحليلونه يې د امريکايي اشغال د بقاء لپاره برار کړل او پر اشغال ضد لوري باندې يې ډول ډول تورونه او ټاپې سريښ کړې.
د هغوی زياتره برخه اوس هم لاس تر زني ناست نه دي، دا چې د طالبانو له لوري د  امريکايانو سر د اشغال د خاتمې تړون لاسليک شو، پنځه زره طالب بنديان ازاد شول، تيره ورځ بين الافغاني مذاکرات پيل شول، بين الافغاني مذاکرات هم د طالبانو د پخواني هغه دريځ سره سم روان شول، چې د امريکايانو تحت الحماية کابل اداره په رسميت نه پيژني او د افغان جهتونو سره مذاکرات کوي.
نو هغه خلک هم په دې هڅو او هاند کې شول، چې د موقع څخه په ګټه اخيستني سره د خپل ارزښت د ساتني او خپلو ګټو لپاره د سولي شته فرصت له منځه يوسي او يا يې پر ځای يوه بديله لاره پيدا کړي،  هغوی که پرون د امريکايانو د اشغال د مشروعيت لپاره د بې بنسټه تراشل شوو دليلونو تحليلونه وړاندې کول او طالبانو ته يې د امريکايانو په بدرګه د ترهګر، تروريست او نور بلا وبتر نومونه ورکول، د هغوی تحليلونه نن هم د دين، هيواد او ولس ضد ابزارو ډک دي، ټول هغه څه ولس ته وړاندې کوي، چې د سولي شته فرصت ختموي او په بدل کې يې يو ځل بيا د افغانانو کور ته د امن او سولي پر ځای د بمونو او باردو لمبې راوړي.
د هغو په تازه تحليلونو کې داسې څه ورزيات شوي دي، چې د حقيقت او واقعيت سره يې د مځکي او اسمان په اندازه واټن پروت دی، دوی په ځينو تحليلونو کې څرګندوي، چې ګواکې طالبان له جګړې ستړي شوي دې او د مبارزې توان يې له لاسه ورکړی دی، ځکه يې د سولې لاره نيولې ده.
داسې او دې ته ورته نورو تحليلونه ته که کره کتنه وشي،  نو يا به دوی خپله له فکري اړخه ورسره موافق وي او باور به پرې لري او يا به خپله پرې باور نه لري، بلکې د ولس په سترګو کې د خاورو شيندلو لپاره به داسې تحليلونه کوي.
دواړو صورتونه د دوی پر پست فطرت، لويدلي فکر او عدم عقلانيت دلالت کوي، په لومړي صورت کې ځکه چې دوی پر خپل بې مانا، له حقيقت او واقعيت څخه ليري تحليل باندې خپله باور لري، په دوهم صورت کې ځکه چې د ولس سترګي اوس خلاصي شوي، هر څه ويني او هر څوک يې درک کړي دي، امين خلک او خاينان اوس سره پيژني، غداران او دوکه بازان ورته معلوم دي، نور به په دې منفي تحليلونو نه د ولس په سترګو کې خاوره وشيندي او نه به د سولي شته  فرصت له منځه يوسي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: