اماراتو او بحرین له اسرائیلو سره د اړیکو د عادي کیدو تړون واشنګټن کې لاسلیک کړ

عزم چهارشنبه،۲۶، وږی، ۱۳۹۹):له اوږدمهاله پټو او ښکاره اړیکو وروسته بالاخره د امریکا په منځګړتوب متحده عربي اماراتو او بحرین له اسرائیلو سره خپلې ظاهري دښمني ته د پای ټکی کیښوود او تیره ورځ یې رسما له دغه هیواد سره د اړیکو د عادي کولو تړون لاسلیک کړ.

د دغه تړون مراسم په سپینه ماڼۍ کې د ډونالډټرمپ په مشري رابلل شوي وه، چې په کې د اسرایلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو، د متحده عرب امارات د بهرنیو چارو وزیر عبدالله بن زاید او د بحرین د بهرنیو چارو وزیر «عبدالطیف بن راشد الزیانی» ګډون درلوده.

مراسمو ته په وینا کې د اسرایلو لومړي وزیر وویل، موخه یې د خپل هیواد تقویه ده ترڅو د سیمې له هیوادونو سره د اړیکو د فعالولو له لارې خپل اقتصاد ځواکمن او هیواد یې پرمختګ وکړي.

د اماراتو د بهرنیو چارو وزیر بیا دا یو تاریخي تړون یاد کړ او له اسرایلو یې مننه وکړه چې د نورو فلسطیني ځمکو د نه اشغال هوکړه یې کړې ده.

د امریکا ولسمشر دا تړون خپله لاسته راوړنه وبلله او ویې ویل چې لنډ وخت کې به د سعودي عربستان واکمنان هم له اسرایلو سره ورته تړون ته چمتو کړي.

د تړون له لاسلیک سره هم مهاله اسرائیلي الوتکو پر فلسطین هوایي بریدونه کړي او زیانونه یې اړولي دي.

که څه هم اماراتو او اسرایلو یوه میاشت وړاندې یاد تړون کړی وه، خو د بحرین او اسرایلو ترمنځ د نوي تړون له امله دا مسوده رسما په واشنګټن کې لاسلیک شوه.
اسرایلو ژمنه کړې چې د مؤقت وخت لپاره به د فلسطین په لویدیځه غاړه کې آبادۍ دروي او هڅه به کوي پر فلسطین بریدونو کې کمښت راولي.
تر بحرین وړاندې، مصر هم له اسرایلو سره عادي اړیکې درلودې او د سعودي په یوځای کیدو سره به ټول منځنی ختیځ د اسرایلو ملګری شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button