ویسا ورځپاڼه: حکومت د امنیتي میثاق په نامه ملېشه جوړوي

عزم (‌چهار‌شنبه، ۲۶، وږی، ۱۳۹۹ل): ویسا ورځپاڼې په خپله نننۍ سرلیکنه کې د حکومت په هغه طرحه بحث کړی دی، چې په ملکي جامو کې د ملېشه‌يي ځواک په جوړولو لګیا دی. ورځپاڼې لیکلي، ولسي جرګې په دې اړه خپلې اندېښنې د امنیتي ادارو سره شریکې کړي، خو حکومت تراوسه ورته ځواب نه دی ویلی.

«ولسي جرګې تېره دوشنبه د کورنیو چارو وزیر، د ملي امنیت سلاکار او د ملي امنیت رئیس استجوابیه غونډې ته ورغوښتي وو. وکیلانو خپلې اندېښنې د هغه امنیتي پروګرام په هکله له مسؤولینو سره شریکې کړې چې د “امنیتی میثاق” په نوم یادیږي. دغه پروګرام ملکي اشخاص په امنیتي مسایلو کې شریکوي او پولیسانو ته اجازه ورکوي په ملکي کالیو کې فعالیت وکړي. د وکیلانو د معلوماتو له مخې همدا اوس د “رضاکارانو” په نوم ځینو افرادو ته د کابل په شمال کې زیات شمېر وسلې وېشل شوې. دغه کار د هیواد په شمال کې هم جریان لري. د وکيلانو او عامو خلکو سره ویره داده چې دغه پروسه به د ډاکتر نجیب حکومت د وروستیو میاشتو د ملېشې جوړونې په شان په هیواد کې د ګډوډیو، انارشۍ او بالآخره کورنۍ جګړې باعث شي. څه موده مخکې د حزب اسلامي مشر ښاغلي حکمتيار خبرداری ورکړ چې حکومت لګیا دی د هندوستان په مالي ملاتړ د هېواد په بېلابېلو سیمو کې، منجمله په شمالي ولایتونو کې د ملېشې قوتونه جوړوي. دغه پروسه په داسې حال کې په سرعت روانه ده چې په دوحه کې د سولې لپاره د بین الافغاني خبرو د پیل کېدو پرانیسته وشوه، د دواړو لوریو د تماس ګروپونه لګيا دي کار کوی او ډېر ژر به د اجنډا پر سر تر توافق وروسته عملاً بین الافغاني مذاکرات پیل کړي.»

د سرلیکنې له مخې، یو لوري ته د سولې خبرې روانې دي، خو بل لورته حکومت ملېشه جوړوي. حکومت ته  پکار وه چې د سولې وروسته د ګډوډۍ د مخنیوي لپاره یې خپل پوځ پیاوړی کړی وی.

«لکه په ټوله نړۍ کې چې شوي جوړجاړی او پخلاینه ایجابوي چې یوه توافقي یا بیطرفه اداره د هیواد لپاره منځته راشي. د دغې ادارې نوم کېدای شي مؤقت حکومت وي یا انتقالي یا کوم بل نوم. د افغانستان فعلي حکومت له همدې وېره لري. ارګ غواړي خپل قدرت حفظ کړي. یعني د ارګ واکمنان حاضر نه دي د سولې لپاره خپله څوکۍ له لاسه ورکړي. اوس پوښتنه دا را ولاړیږي چې چې آيا ارګ به د خپل قدرت د بقا لپاره دا مليشه کاروي؟ حال دا چې په داسې حساس وخت کې لازمه ده ملي مسلح پوځ او پوليس لا تقويه شي نه دا چې د تضعيف زمينه ورته برابره شي. بل دا چې ایا دا کار د امریکایانو او د هغوی د متحدینو سره په تفاهم تر سره کیږي یا نه؟ په داسې حال کې چې امکان لري بین الافغاني خبرې د کابل سیاسي موقعیت کاواکه کړي د غیر مسؤولو وسله والو ډلو منخته را وړل ډېر زیات مضر تمامېدای شي. په ورته وختونو کې د ملي وسله والو ځواکونو لا پیاوړي کول مهم دي تر څو دګډوډیو، انارشۍ او د دولتي اداراتو د شړېدو مخه پرې ونیول شي. حال دا چې زموږ حکومت کاملاً په مخالف جهت کې قدمونه اخلي. ایا دا چې دا پروسه د امریکا سره په تفاهم کې پر مخ روانه ده یا نه بل مهم سوال دی.»

د ویسا په باور، افغانستان له ډېرې حساسې شېبې تېرېږي. امریکا له یوې خوا د سولې هلې ځلې کوي، خو له بل لوري په ملېشه جوړولو لګیا ده. طالبانو او حکومت ته پکار ده چې د افغانستان د ښې راتلونکې لپاره بیدار واوسي.

«پر هیواد د امریکایانو نظامی کنټرول ته په کتو امکان نلري د ملېشه جوړونې پروګرام د امریکا له سترګو پټ پر مخ روان وي، خصوصاً د داسې حکومت لخوا چې په سیاسي، اقتصادي، نظامي او لوژستيکي لحاظ په کامله توګه په امریکا پورې تړلی دی. اوس پوښتنه دا را پیدا کیږي چې امریکا د داسې پروژې سره ولې موافقه کوي؟ آیا هماغه نظریه ورو ورو سمه ثابتیري چې امریکا واقعي سوله نه غواړي بلکې د جګړې بڼې ته تغییر ورکوي او له افغانستان څخه یوه پاشلې او بې قانونه جغرافیه جوړوي، تر څو په سیمه کې د تروریست جوړولو د یوې فابریکې کار ترې واخلي. که خدای مکړه دا کیږي افغانستان به د یوې اوږدې مودې لپاره د یوې بلې بدمرغې جګړې په ډګر بدل شي. د حکومت فعلي اقدامات همداسې یو حالت ته زمینه برابروي. که امریکایان دا کار کوي دا به پخپله د افغانانو په وسیله کوی. حکومت او طالبان په لومړي قدم کې او بیا ټول سیاسي مشران چې په واقعیت کې د دغه مظلوم ملت پر اوږو سپاره دي او له هست او بود څخه یې ځانونه تغذیه کوي باید د روان حالت حساسیت درک کړي. دوی باید پوه شي چې په دې مرحله کې د دوی هر تصمیم سرنوشت ټاکونکی ثابتیږي. د دوی حتي وړه تېروتنه به د ځپل شوي افغانستان لپاره نه جبرانیدونکي زیانونه له ځان سره ولري. په دې هیله چې دوی دا وار ملي ګټې پر خپلو وړو ګټو مرجح وبولې او پخوانۍ تېروتنې بیا تکرار نه کړي.»

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: