لوګر کې د کرنیزو محصولاتو  د ۲۲۶پروژو کارونه بشپړ شوي دي

عزم (‌چهار‌شنبه، ۲۶، وږی، ۱۳۹۹ل): د لوګر د کرنې ریاست چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت اړوند د ۲۲۶پروژو چارې بشپړې شوي او ګټې اخیستنې ته پارل شوي دي.

د لوګر د کرنې رئیس عبدالله تسل وايي، په دغو پروژو ۱۲۲مېلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی.«په دغو بشپړ شویو پروژو کې د پیازو ۹۱ زېرمتونونه، د کچالو ۷۹ زېرمتونونه او ۲۸ ممیزخونې جوړول او د سبو او مېوو ۲۸ وچوونکي دستګاوې وېشل شامل دي. دغه نوي پروژې د لوګر ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۱۲۲ مېلیونه افغانیو په لګښت د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې پلي او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.»

د ده په خبره، د دغو پروژو په کارونو کې سلګونه خلکو ته کار هم پیدا شوی و او لسګونه کسان د دې پروژو د ساتنې او پرمخ بېولو لپاره په اوږدمهاله دندو وګمارل شول.

په لوګر کې ګڼ کرنیز توکي کرل کېږي، خو د عصري او سړو خونو د نشتوالي له امله کرنیز توکي نه ساتل کېږي او په کمه بیه په بازار کې پلورل کېږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button