مالیې وزارت: د روان کال په نومبر میاشت کې د افغانستان په اړه نړیوال کنفرانس جوړېږي

عزم (‌چهار‌شنبه، ۲۶، وږی، ۱۳۹۹ل): د مالیې وزارت وايي، د افغانستان په اړه د ۲۰۲۰ز کال کنفرانس ټاکل شوې چې د روان کال په نومبر میاشت کې په جینیوا کې ترسره شي، چې مهم موضوعات یې سوله، سوکالي او ځان بساینې پر لور د افغانستان سفر دی.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه نړیوال کنفرانس د نومبر میاشتې په ۲۳مه او ۲۴مه نېټه د فنلنډ په پلازمېنه جینیوا کې ترسره کې.ي.

د خبرپاڼې له مخې، دغه کنفرانس د وزیرانو په کچه په څلورو کلونو کې یو ځل ترسره کېږي، چې چارې یې افغانستان، فنلنډ او ملګري ملتونه پرمخ بیايي. «ددغه کنفرانس موخه د افغانستان د پرمختګ او ټیکاو په اړه د نړیوالې ټولنې او افغانانو د ژمنو تازه کول دي چې له ۲۰۲۱ تر۲۰۲۴ کاله پورې پر ګډو پرمختیايي موخو موافقه وشي او له افغانستان سره د مالي ملاتړ لپاره د پرمختیايي همکاریو همغږي رامنځ ته شي. »

د مالیې چارسمبالی وزیر عبدالهادي ارغندیوال وايي، دغه کنفرانس په یو مهم وخت کې کېږي؛ ځکه اوس د سولې خبرې هم روانې دي. «افغانستان په یوه حساس پړاو کې دی. د سولې په برخه کې، موږ له هیله مندۍ څخه د شونتیا او اعتبار خوا ته تللي یو.کله چې موږ راتلونکي ته ګورو، باید، یو پرمختللي، سوکاله، ولسواک، آزاد او باثباته افغانستان ته د رسېدو لپاره چې له ځان، ګاونډیو او نړۍ سره په سوله کې وي په خپل لیدلوري او هیلو کې متحد پاتې شو. فساد چې د افغانستان ارزښتناکې سرچینې وچوي او د ځان بسیاینې پر لور یې خنډونه رامنځ ته کوي، له هر ډول سره یې باید مبارزه وشي.»

په کابل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې دیبرا لاینز وايي، دا د افغانستان لپاره یوه مهمه شېبه ده، ځکه چې د لسیزو اوږدې شخړې د پای ته رسولو لپاره یې دسولې خبرې اترې پیل کړي. زه هیله لرم چې نړیواله ټولنه به په جینیوا کې له دې فرصت څخه په ګټه اخیستو د سولې له پروسې سره په موازي توګه د افغانستان له پراختیا سره هم خپل ملاتړ یو ځل بیا په ډاګه کړي. ملګري ملتونه ژمن دي چې د افغانستان له حکومت، فنلنډ او مرستندویه ټولنې سره کار وکړي چې د ټولو افغانانو په ګټه ترټولو غوره ممکنه پایله تر لاسه کړي.

دا کنفرانس به په جینیوا کې په ترکیبي بڼه د ملتونو په ماڼۍ کې ترسره شي چیرې چې استازي ممکن په غیر حضوری ډول برخه واخلي. تمه کېږي چې له ۷۰ څخه ډیر هیوادونه، نړیوال سازمانونه، د افغان حکومت چارواکي او د مدني ټولنې استازي په دې کنفرانس کې برخه واخلي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button