شپږیزه‌لیګ، نن د کابل بازانو او مس عینک ترمنځ پای لوبه کېږي

عزم (‌چهار‌شنبه، ۲۶، وږی، ۱۳۹۹ل): د شپږیزې کرېکټ لیګ اووم پړاو سیالیو په دویم کوالیفایر پړاو کې مس عینک اتلان د بند امیر ښامارانو پر وړاندې ډګر ته ښکته شول چې په ترڅ کې یې  مس عینک اتلانو سیال لوری د پنځو ويکټو په توپیر مات کړ او د اووم پړاو سیالیو پایلوبې ته یې لاره ومونده.

د لوبې په پیل کې پچه د بند امیر ښامارانو لوبډلې وګټله او لومړی یې د سیالې مس عینک اتلانو پر وړاندې د توپوهنې پرېکړه وکړه چې د ۲۰ اورونو په لوبولو سره یې د اتو ویکټو په غورځېدو له سیال لوري ۱۷۸ منډې ترلاسه کړې.

د بند امیر ښامارانو لپاره په توپوهنه کې عثمان غني ۶۴، میرویس اشرف ۲۲ ناسوځېدلې، اصغر افغان او ناصر جمال هر یوه ۲۳ منډې ترلاسه او د مس عینک اتلانو ته یې د ۱۷۹ منډو هدف وټاکه.

د مس عینک اتلانو لپاره په توپ اچوونه کې دولت ځدراڼ او شاپور ځدراڼ دوه-دوه، عبدالرحمن او ابراهیم یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د مس عینک په توپ وهوونکو کې بهارعلي شینواري ۴۷ ډېرې، شاهدالله کمال ۴۲، افسر ځاځي ۳۵ ناسوځېدلې او حشمت الله شهیدي ۲۲ منډې وکړې چې په پایله کې سیال لوري ته د پنځو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

د ډېلي فرېش بند امیر ښامارانو له منځه شرف الدین اشرف، وفادار مومند او وقار سلامخېل یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د لوبې د غوره لوبغاړي او ډېرو شپږیزو وهونکي لوبغاړي جایزه شاهدالله کمال او د سټایلېش لوبغاړي جایزه بهارعلي شینواري ته ورکړل شوه.

نن د ۱۲:۰۰ بجې د شپږیزې کرېکټ پای لوبه د کابل بازانو او مس عینک اتلانو ترمنځ کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: