مسیر ورځپاڼه: د سولې په خبرو کې باید بنسټیز ټکی افغانستان وي

عزم (‌چهار‌شنبه، ۲۶، وږی، ۱۳۹۹ل): مسیر ورځپاڼې په خپله نننۍ سرلیکنه کې په دوحه په روانو خبرو بحث کړی دی. ورځپاڼې لیکلي، لا هم رسمي خبرې پیل شوې نه دي.

«په قطر کې د طالبانو او حکومت د تماس ډله لا هم نه ده بریالۍ شوې چې د بین الافغاني خبرو پر اصولو، کړنلارې او اجنډا توافق وکړي. تمه وه چې ژر به رسمي بین الافغاني خبرې پیل شي، خو ظاهراً د خبرو لپاره په اصولو، کړنلارې او اجنډا کې ستونزې او اختلافات شته. له همدې امله دا خبرې تر اوسه ځنډېدلي او په دې اړه هم څه نه دي ویل شوي چې کله به پر دې چارو توافق وشي. پر اصولو، کړنلارې او اجنډا توافق د خبرو د بریا لپاره مهم دی، خو خلک تمه لري چې دا خبرې ژر پیل شي، ځکه چې په خبرو کې  پرمختګ او بیا بشپړه سوله د خلکو غوښتنه ده. اوس چې د خبرو په پیل کې څومره ځنډ راځي، خلک ناهیلي کېږي.»

د سرلیکنې له مخې، حکومت له طالبانو اوربند غواړي، خو طالبان بیا له حکومت د پاتې بندیانو خلاصون. خو په دغو خبرو کې دواړه لوري نه اوربند ته حاضرېږي او نه پاتې بندیان خوشې کوي.

«اساسي ستونزه لا هم پر دې ده چې په خبرو کې د پلاوو مخ ته څه ولیکل شي او دې خبرو ته د بین الافغاني، که د امارت او جمهوریت د خبرو نوم ورکړل شي. پر دې هم اختلاف شته چې خبرې به څه ډول مخ ته ځي. له بله اړخه پر دې ژور اختلاف دی چې څه په اجنډا کې شامل شي او څه نه او آن پر دې هم اختلاف دی چې د بحث لومړنۍ موضوع به څه وي. حکومتي پلاوی تمایل لري او غواړي چې طالبان اوربند وکړي، خو طالبان د خپلو پاتې بندیانو د خوشې کولو تر څنګ د اوسني حکومت پر برخلیک بحث غواړي. حکومتي پلاوی په سختۍ دې ته حاضریږي چې د راتلونکي نظام پر څرنګوالي خبرې وکړي او د اوسني حکومت پر برخلیک خو هېڅ ډول خبرو ته نه حاضریږي. طالبان وېره لري چې که اوربند وکړي او بیا په خبرو کې پرمختګ ونه شي او د دوی غوښتنې ونه منل شي، نو دوی به تاوان وکړي. حکومتي چارواکي هم فکر کوي چې که پر طالبانو اوربند ومني، نو هغوی له پښو غورځولی شي. طالبان وايي چې که د اوسني حکومت په اړه بحث وشي او په اړه یې پرېکړه وشي، نو وروسته به د دوی مقابل لوری حکومتي نه وي او بیا کولی شي چې خپلو ډېرو غوښتنو ته ورسیږي. له همدې امله پر دې تمرکز کوي چې که د اوسني حکومت واګې له اوسنیو چارواکو واخلي، یا یې درېیم اړخ ته وسپاري او یا یې په ګډه رهبري کړي.»

ورځپاڼې له دواړو اړخونو غوښتي، چې د سولې په روانو خبرو کې دې بنسټیز ټکی افغانستان کړي، ځکه د دواړو بریا همدې کې ده.

«دواړو اړخونو ته پکار ده چې پر خپل دریځ یو ځل بیا له سره غور وکړي. دوی باید یو د بل د ماتولو پر ځای پر سوله فکر وکړي. له همدې امله باید هغه مسایل په اجنډا کې راولي چې د سولې سبب شي، نه د کوم لوري د ماتې. دوی باید پوه شي چې که د سولې دا خبرې ماتیږي، مخامخ مسوول به یې دوی وي او بیا به د جګړې د دوام له امله د ټولې وینو تویېدنې شریکان وي. له همدې امله دوی باید پر افغان ځورېدلي ولس رحم وکړي او دا خبرې بریالۍ کړي.»

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: