معصوم ستانکزی:د مذاکراتو دغه پړاو کې باید پر ځینو اصولو او قواعدو توافق وکړو

عزم چهارشنبه،۲۶، وږی، ۱۳۹۹):له کابل څخه د افغان جهتونو د مذاکراتي ټیم مشر معصوم ستانکزي تیره ورځ د مذاکراتي بهیر د پیل په عمومي ناسته کې ویلي چې د مذاکراتو دغه پړاو کې باید پر ځینو اصولو او قواعدو توافق وکړو ترڅو چې په وینا یې د مذاکراتو بهیر په ښه توګه پر مخ ولاړ شي.

ستانکزي د ۵زرو بندیانو خلاصون د کابل حکومت ابتکار بللی او ویلي یې دي چې اولویت باید د جګړې بندیدو او د وینو توییدنې مخنیوي ته ورکړل شي.

نوموړي ویلي، که څه هم هر لوري ته خپل ارزښتونه مهم دي، خو اوس ټول لوري د سولې لپاره یوه اجماع لري « باید دا هم په پام کې ولرو چې تیرو تجربو ته په پام سره غوښتنې مو یوازې د الله تعالی د رضا او د هیواد په ګټه وی، نه د شخصی اغراضو په خاطر»

ستانکزي د خپلې ترسیم شوې اجنډا په هکله ویلي چې تر اوربند وروسته په دویم ګام کې د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره سم باید د خلکو امنیت او مصؤنیت ته جدي رسیدنه وشي او په دې اړه باید هر اړخیزې خبرې اترې وکړي.

نوموړي ویلي «سیاسي مشارکت چې مختلف ابعاد لري ممکن مشکل بحث وي خو د هیواد د راتلونکي لپاره ډیر زیات مهم دی، ځکه نو باید د دې کار د عملي کیدو لپاره په یوه کړنلارې خبرې او مشورې وکړو. لازمه ده چې د دغې موضوع پر هر اړخ باندې دقیقې خبرې وکړو ترڅو یوې معقولې حل لارې ته ورسیږو»

ستانکزي ویلي، لکه څرنګه چې مو په هیواد کې دردونه مشترک دي د سولې په بهیر کې به مو بریاوې هم مشترکې وي.
په دغه ناسته کې د طالبانو د مذاکراتي ټیم مشر شیخ عبدالحکیم بیا د یوه اسلامي او خپلواک نظام د جوړیدو ترڅنګ ویلي، چې افغانان بايد خپلې ستونزې په خپله حل کړي او په خبره یې چې هيڅ بهرني لوری بايد د افغانانو په چارو کې مداخله ونه کړي.
نوموړي زیاته کړې ده چې متعهد دي، دغه پروسه د اسلامي مقدساتو او ارشاداتو په رڼا کې پر مخ بوزي.
شیخ عبدالحکیم غوښتنه کړې چې اړونده خواوې باید د مذاکراتو په جريان کې د زغم او حوصلې څخه کار واخلي او په خبره یې چې« د مذاکراتو د پرمخ وړلو لپاره دې شخصي او ګوندي ګټې يو اړخ ته شي.»

نوموړي ټینګار کړی چې د طالبانو جګړه د قدرت د تصاحب په لپاره نه بلکې له بهرني اشغال څخه د هیواد د خپلواکۍ او اسلامي نظام د اقامې لپاره ده

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: