اتلس کلنې غلاوې، د لاسته راوړنو په نوم

ليکوال؛ جاويد افغان
په داسي حال کې چې له ډېر ځنډ او بهانو وروسته د بنديانو خلاصون بشپړ او بین الافغاني مذاکراتو ته لار پرانېستل شوه، د اتلس کلنو لاسته راوړنو نوم د رسنیو د سر ټکی ګرزېدلی.
راځئ په هغه څه چې رسنيو د هېوادوالو اذهان ورباندې مغشوش کړي دي رڼا واچوو!
درنو لوستونکو دلته به هغه څه ولولئ چې زما د سترګو لېدلی حال دی.
څو ورځې وړاندې مي د کابل او کندهار پرلویه لاره مقر ولسوالۍ کې له ګڼو مسافرتلونکو سره مرکې وکړې، یوځوان چې د ۳۰۳ موټر کلېنر و راته زياته کړه مولوي صاحب کومه ساحه چې د طالبانو ترواک لاندې ده هلته موږ ډېر اطمناني تګ راتګ کړو، او هلته چې د کابل ادارې عسکر شتون لري ډېری مشکلات راته جوړ دي، پېسې راڅخه اخلي وهي مو او ښکنځل راته کوي کلېنر لا خبره نه وه خلاصه کړې، چې کيڼ لورې ته يې یوځوان چې سترګې یې سرې او په څهره کې يې غم او درد له ورايه ښکارېده او کوشش يې کا و چې ځان رامخته کړي او خبرې راسره وکړي!
زه هم نوموړي ته متوجې شوم او ترې ومي پوښتل ځوانه څه درته پېښ دي؟!
په زړه غونې غږ يې و ویل اوس له غزني راغلم روان یم کندهار ته په لاره کې غزني ته څېرمه ناني سيمه کې عسکرو پېسې راڅخه واخیستې او سخت یې و وهلم تر دې چې له سپيو سره یې وتړلم او په سپيو یې وخوړلم، د زخمونو اثرات يې له ورایه په بدن کې ښکارېدل او د لارې ټول مسافر ورباندې راجمع شول.
تنها دا یو ځوان نه و چې د کابل ادارې عسکرو پېسې د لاسته راوړنو په نوم ورڅخه اخيستې وې بالکي زیات لارويان د ورته پيښو شاهدان ول.
وړمه ورځ چې بین الافغاني مذاکرات پيل شول یو ځل بیا د کابل او کندهار پرلویه لاره سيدآباد ولسوالۍ ته لاړم ترڅو د عامو هېوادوالو تاثرات او خوښۍ واورم، چې یو ځل بیا له ورته داستان سره مخ شوم!
یوه موټروان چې بیا يې ويډيو هم رسنيزه شوه و ویل!
کاش زما دا ويډيويي پيغام د ارګ ۱۷ مشر هم و ويني، او زیاته یې کړه ما اشرفغني ته په فېسبوک کې هم ويلي دي چې عسکر دي په ما مه ساته!
زه یو غريب ډرېور یم د خپل عيال لپاره نفقه نشم پيدا کولای، ستا عسکر خو بيخي نشم ساتلی خپل عسکر دي په خپله وساته په موږ يې مه ساته!
د نوموړي په څېر نورو هم ورته شکایتونه وکړل او دلارې په اوږدو کې یې د کابل ادارې له عسکرو څخه سخته خاورې باد کړې!
تېره ورځ په سوشل مډیا کې یو بل مهم راپور رسنيز شو چې د میرزا کټوازی چې په غوجل (پارلمان) کې لومړی نایب دی ۸۰ کیلو ګرامه سره زر په غزني ولايت کې د انتقال پرمهال نيول شوي دي!
د نوموړي دا نه لومړنۍ غلا ده او نه به آخرنۍ غلا وي ځکه نوموړی تر دې مخکې هم له افغانستان څخه د شتمنيو په اېستلو تورن دی ویل کيږي چې نوموړی په دوبۍ هېواد کې د ميليونونو کاربار لري!
نو اې زما مظلومو هېوادوالو!
یوه اداره چې د پرديو په مټ رامنځته شوې وي له آرګ مشره تر سپیدار ماڼۍ مشره، له عسکره تر ماموره د سر له غوږو د پښو ترنوکو په فساد، غلا، قتل، اختطاف او نورو جنسي ځورونو تورنه وي شرعا حکومتداري کولای شي؟!
یوه اداره چې په نړيواله سطحه په فساد کې لومړی مقام وګټي شرعا يې په مسلمانانو اطاعت شته؟!
نۀ هيڅ کله نۀ!
ننني مذاکرات چې هېواد وال ورته سترګې پر لاره دي او طالبانو هم له خپل لورې څخه قوي مذاکراتي ټیم اعلام کړ او زیات مهم دي کابل اداره لاهم لګیا ده چې ګنې اتلس کلنې لاسته راوړنې به یې په اوبو لاهو شي!
کابل اداره ملامته نه ده، په يقين سره ویلای شم چې دوی د تېرو دوه لسېزو غلاو، قتلونو، او فسادونو ته چې یو وکیل یې ۸۰ کیلو ګرام سره زر قاچاق کوي اتلس کلنې لاسته راوړنې وايې!
اوس چې ټول افغانان د یوه سوچه اسلامي نظام تږې دي آرګ میشتي د واک له ګدۍ څخه د کنار کېدو په وېره کې دي نو ځکه اتلس کلنې غلاوې، د لاسته راوړنو په نامه يادوي!
آرګ میشتو ته دي څرګنده وي چې نور ولس نشئ غولولای، د پمپیو له هغې وینا چې ( موږ خپل نظام او دیموکراسي په چانشو تحمیل کولای) سم برداشت واخلئ!
پمپیو هم پوه دی چې افغانان له اسلامي مقدس نظام څخه ما سوا له بل هرنګه نظام څخه فطرتي کرکه لري!
اسلامي نظام به راځي زموږ د شهيدانو ارمانونه به پوره کيږي او ستاسو اتلس کلنې غلاوې، چې د لاسته راوړنو نوم ورکوئ، د سېل (اوبه) وړونکي لاس ځګ ته اچول دي او بس!
پای …

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button