د عدل په دین کې د مساؤات خبرې؟!!

فضل المنان سعید
دا خبره د لمر غوندې روښانه ده چې اسلام د الهي وحیې څخه اخیستل شؤی یؤ سپيڅلی دین دی، انسان اړ دی چې ټولو قؤانینو او تګلارو ته یې غاړه کېږدي که نه ناکامي او شاتګ به یې په برخه وي.
د هغو قؤانینو له شمېره یو هم د عدل او مساؤات مسأله ده، اسلام خپلو پلویانو ته د عدل لارښوؤنه کؤي. (ان الله یأمر بالعدل)
خو غربي تهذیب بیا پر مساؤات باؤر لري.
عدل او مساؤات څه توپیر سره لري؟
د لاندې انځور په کتلو شاید تاسې د عدل او مساؤات په تعریف او توپیر پوره پوه شؤي یاست، په لنډو ټکو عدل یعني هر چا ته د هغه د حیثیت مطابق حق ورکؤل، او مساؤات بیا د حیثیت، مقام او توپیر پرته ټولو ته مطلق مساؤي حقوق ورکؤل.
۱۸۰۱ کې ځینيو محوري مستشرقینو د اسلامي قوانینو په تعارف کې وویل: چې د اسلام تر ټولو فاسد اړخ ښځه یؤ حقیر ذات بلل دي، دا خبره ټولې نړۍ ورسره غبرګه کړه، د مساؤات فلسفه له همدې ځایه سرچینه اخلي، غرب د مساؤات له نارې څخه د ښځې او نر د برابرۍ او ازادۍ نظریې ته لاره هؤاره کړه، دوی باؤر لري چې ښځه د زدکړو، ټولنیز ژؤند او سیاست له ټولو مواقعو څخه د نر په څېر ګټه اخیستلای شي، د مساؤات دا ناره په دومره شد او مد راپورته شؤه چې د ښځې او نر د عدم مساؤات فکر پسماندګي وبلل شؤه، تر شلمې پېړۍ دا کوښښ رؤان ؤ چې نتیجه کې یې ښځه د نر ټولو شعبو ته ننؤتله.
خو عملا دا یو ناکامه تجربه ځکه ؤه چې له ازموینې وروسته ښځه بیا هم د سړي برابر مقام ته ونه رسېدله، ښځه اوس هم په ټولو شعبو کې تر نرانو هغسې شاته پاتي ده لکه څنګه چې مخکې پاته ؤه، د ازادۍ ناره وهونكي غربي پرمختللي هیوادونو کې اوس هم د ټولو ادارو او شعبو مشران او مخور کسان نارینه دي نه ښځې، یؤازې دا وشؤل چې ښځه له کوره ووتله، خپل ښځینه توب یې له لاسه ورکړ، ټولنه کې اخلاقي او ټولنیزې ستونزې وزېږدلې، خوندیتوب یې غارت شو، د نکاح سوچه او سپیڅلی دود یې نادود کړ.
دا ټول ولې؟
د دې یو ځؤاب دی چې انسان د فطرت له قانونه سرغړؤنه وکړه، انسان عدالت په مساؤات بدل کړ، انسان د الهي قانون سره ډغره ووهله.
د فطرت قانون:
فطرت وایي چې ښځه په فزیکي، رؤاني او جسماني اعتبار له نر سره زیات توپیر لري، د ښځې په هره خلیه کې ښځینه توب سرایت کړی، له همدې امله کوچني ماشومان تر کوچنیو نجونو زیات جارح او قاطع ؤي، که تاسو پام کړی وي کوچنی ماشوم تل د یؤ کمانډر جنګیالي تمثیل کؤي، او دې ته ورته شیانو کې یې دلچسپي ؤي، او کوچنۍ ماشومه ناؤکۍ سره لوبي کؤي، د زوی یا لور په څېر یې ساتنه کؤي.
د عدل تقاضاء:
له دې معلومه شؤه چې د جوړښت او فطرت په اعتبار سړی باید د کور دباندې چارې په ذمه واخلي او ښځه د کور دننه چارې سمبال کړي، لکه څنګه چې یې اسلام لارښوؤنه کړې، (وقرن في بیوتکن) الآیة، د دې دا معنا نه ده چې ښځه تر نر حقیر ذات دی بلکې د دې مطلب دا دی چې ښځه له نره مختلفه ده، هغه صلاحیتونه او وړتیاؤې نه لري له کومو چې نر برخمن دی.
ښځې ته د نر غوندې مساؤي حقوق ورکؤل د عدل او فطرت سره جګړه ده، داسې مثال لري لکه څوک چې له ماشومه د ځوان کار اخلي، رڼه خبره ده نه یې شي اخیستلی دې کې د مذهب کار نشته او نه هم دا د ټولنې جبر دی بلکې دا د فطرت قانون او د عدل تقاضا ده، څوک چې ترې سرغړؤنه کؤي له پښېمانۍ او ناکامۍ سره به مخ وي.
“الحمدلله علی دین الاسلام”

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button