د ناروې د بهرنیوچارو وزیرې له ملابرادر اخند سره د مذاکراتو او بشري مرستو په هکله خبرې کړې

عزم چهارشنبه،۲۶، وږی، ۱۳۹۹):د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټرمحمدنعیم پر خپله ټویټر پاڼه خبر ورکړی چې نن ماسپښين۲ بجې ددوی د سیاسي دفتر رئيس ملا برادر اخند او ورسره مل هئیت یې د ناروې هېواد د بهرنیو چارو وزیرې “انې ماري ارکسن” سره دویډیو کانفرانس له لارې خبرې کړې دي.

طالب ویاند وایي چې «دغه تماس کې دناروې د بهرنیو چارو وزیرې دبین الافغاني مذاکراتو دپيل له امله داسلامي امارت سیاسي مرستیال ته مبارکي وویله او دواړو لورو دبین الافغاني مذاکراتو په اهمیت اوافغانستان کې په بشري مرستو خبرې وکړې.»

ډاکټر نعیم وایي، آغلې ارکسن دسولې په پروسه کې ملا برادر اخند ته دخپل هیواد دملاتړ او همکاری ډاډ ورکړی دی.

د ناروې د بهرنیو چارو وزیره داسې مهال د طالبانو له مرستیال مشر سره اړیکه نیسي، چې په همهاله توګه د افغان جهتونو او طالبانو ترمنځ د بین الافغاني مذاکراتو لړۍ هم پیل شوې او ناروې له وړاندې ددغو مذاکراتو د کوربه توب ټټر هم وهلی دی.
د یادونې وړ ده چې ارکسن د بین الافغاني مذاکراتو د پیل په غونډه کې هم د ویدیو کنفرانس له لارې ګډون کړی وه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: