بین الافغاني مذاکرات او له رسنیو ابزاري استفاده

عبدالستار سعید
ښایي له تاسو سره به سوال وي، چې د بین الافغاني مذاکراتو د پيل په مهمو مراسمو کې ولې د کابل رسنیو د طالبانو له یوه مهم سیاسي چارواکي شیر محمد عباس ستانکزي سره مرکې ونه کړې؟ دغه راز له یوې یا دوو رسنیو پرته کوم ټیلویزیون یا راډیو په دې مهمه موضوع د طالبانو له مشهور ویاند ذبیح الله مجاهد سره هم کومه مرکه ونه کړه؟ او شاید تاسو به دې ته هم متوجه شوي یاست چې ولې د کابل اکثرو رسنیو او خبریالانو یې د اوربنداو جمهوریت په شان څو محدود ټکي ګردانول. آیا دا هر څه تصادفي وو او که تر شا یې کومه برنامه وه؟
واقعیت دا دی چې د کابل اداره غواړي په جګړه کې د رسنیو د استعمال په شان دا ځل د سولې په پروسه کې هم رسنۍ د یوه ابزار په حیث وکاروي. هغه اداره چې د بیان آزادي له یوې خوا د شل کلنو لاسته راوړنو په نوملړ کې لست کوي بل اړخ ته یې کلک سانسور او د رسنیو کنټرول ته مخه کړې او په ټول توان یې د خپل ګټو لپاره د استعمال کوښښ کوي.
په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو له پيل څو ورځې وړاندې په ارګ کې د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز یوه مشر لطیف محمود په کابل کې د ټولو مهمو رسنیو، ټيلویزوني چینلونو او راډیو ګانو له مسؤلینو سره غونډې پيل کړې. د دې غونډو په مهال د ارګ له خوا ټولو رسنیو ته وویل شو چې د مذاکراتو پروسه خورا مهمه ده او رسنۍ باید په دې مرحله کې د ارګ له غوښتنو او پالیسۍ سره همګام تګ وکړي.
د ارګ د میډیا او اطلاعاتو مرکز له رسنیو وغوښتل چې باید د کابل ادارې لخوا د لیږل شوي ټیم د غوښتنو کلک حمایت وکړي. د ۱۹ کلنو لاسته راوړنو په نوم له هغه څه د دفاع لپاره تبلیغات وکړي چې د کابل اداره یې تثبیت او تداوم خپل مسؤلیت ګڼي. له دې علاوه باید د طالبانو مواقفو ته په نشراتو کې هیڅ ځای ورنه کړي. د طالبانو له دوو مهمو چارواکو شیر محمد عباس ستانکزي او ذبیح الله مجاهد سره باید مرکې ونه کړي. او د دې مهمې پروسې په ټول بهیر کې باید له کابل څخه د تللي ټیم د ملاتړي تبلیغاتي لوډسپیکر په حیث کردار ترسره کړي.
په کابل کې د ازادو رسنیو یو شمیر خبریالان وایي چې په دې ورځو کې د حکومت لخوا سانسور او په خبریالانو فشار د هر کله په نسبت زیات شوی دی. رسنۍ مجبوریږي چې یوازې د مذاکراتو په پروسه کې یوازې د کابل ادارې موقف وستایي او خلکو ته یې مثبت او مهم وښيي.
کوم افغان خبریالان چې د قطر دوحې ته د بین الافغاني مذاکراتو د افتتاحیه غونډې د پوښښ لپاره تللي وو، شکایت کوي چې د کابل چارواکو دوی ته اجازه نه ده ورکړې چې له دوو ورځو زیات په قطر هیواد کې پاته شي. دغه خبریالان وایي سره له دې چې د دوی په ویزا کې د یوې میاشتې پورې وخت وو. خو بیا هم د بهرنیو چارو وزارت چارواکو تهدید کړي چې ژر تر ژره باید کابل ته ستانه شي. ځکه دوی ویریدل چې هسې نه له کانفرانس وروسته د پاتې کیدو په وخت کې د طالبانو له استازو سره آزادنه لیدل او مرکې وکړي. له همدې امله خو اکثر خبریالان ډير ژر بیرته له قطر څخه ستانه شول.
د کابل ادارې لخوا د رسنیو تهدید او په دې حساسه مرحله کې په خپل ګټه استعمالول که له یوې خو د دوی د آزادي بیان له شعار سره ټکر لري. بل تاوان یې دا دی چې د یوې مهمې ملي پروسې په اړه د عامو اذهانو د مغشوشتیا سبب ګرځي. د ولس له سترګو اصلي حقائق پټیږي او واقعیتونه په تحریف شوي بڼه ورته وړاندې کیږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button