د ملابرادر تصویر ته د خواجه آصف ټویټ…!!

لیکنه: موسی فرهاد 

وړمه ورځ چې په دوحه کې د بین الأفغاني مذاکراتو د پرانیستغونډي په څنډه کې د امریکا د باندنیو چارو وزیر مایک پامپیو له ملابرادر اخند سره وکتل، تر کتني وروسته د دیپلوماتیک دود له مخي د دوی دواړو یو ګډ تصویر اخیستل شوی، چې په هغه کې د ملابرادراخند عاجزانه خو په عین حال کې فاتحانه سټایل، او د مایک پامپیو مفشن خو مات زړي انداز، په غیر اختیاري ډول لیدونکي د خپل جذباتي احساس څرګندولو ته اړباسي.

له همدې ځایه وه چې په نړۍ کې بې شمیره انسانانو خصوصاً د عربي نړۍ مسلمانانو د دغه تصاویرو په اړه خپل احساسات په پراخه کچه څرګند کړي، زیاترو خلکو د امیرالمؤمنین ملامحمدعمرمجاهد رحمه الله هغه تاریخي جمله په بیا بیا تکرار کړې چې ویلي وو: (موږ به وګورو چې کومه یوه وعده ریښتیني راوزي، د الله وعده به حقیقت مومي او که د بوش اخطار، الله راسره د نصرت وعده کړې، خو بوش مو د ختمولو ټټر ډبولی.) !

دا راز په کور دننه او بهر پاکستان کې د سوشل میډیا په سلګونو زره کاروونکو یاد تصویر تاریخي بللی او ویلي دي چې د طالب بې ساري سرښندني، د دین او وطن په دفاع کې د هغه متانت او بالآخره د امریکا او ناټو غوندي نړیوال سُپر پاور په وړاندي د بې أسرې طالب بریا، یوه خارق العاده آسماني فتح بلل شوې.

چې په دې لړ کې یو هم د پاکستان د پخواني خارجه وزیر خواجه محمدآصف ټویټ دی، نوموړي د ملابرادر او پامپیو ګډ تصویر ته په اردو ژبه لیکلي چې:

“زور له تاسې او خدای له موږ سره دی… الله اکبر” دا چې له دې خبري نه د هغه مطلب څه دی؛ په اړه به یې د هغه خپل وضاحت په راتلونکو پراګرافونو کې ولولو.

ولي د کابل رژیم اړوند هغه عناصر او رسنۍ چې همیشه د طالبانو په خلاف پروپاګند ته چمتو ناست وي؛ هغوی له دې نه یوه لویه ډرامه جوړه کړه، د یو پاکستاني سپین ږیري چې فی الحال هیڅ حکومتي دنده او کوم رسمي موقف نلري؛ د هغه ټویټ یې په افغانستان کې د پاکستان پوځي، استخباراتي او سیاسي مداخله ثابته کړه، تر دې چې د اشرفغني مشاور وحید عمرهم د یاد پاکستاني سپین ږیري ټویټ ته خورا توند غبرګون ښودلی.

د بي بي سي او آزادۍ راډیوګانو د پښتو او دري څانګو متعصبو خبریالانو، همدارنګه د ارګ او ملي امنیت سره تړليو ډیری کسانو د خواجه آصف او نورو عامو پاکستانیانو د دا ډول ټویټونو او پوسټونو نه ځانونه سخت متاثر احساس کړي، او د اشغال په وړاندي د شل کلن جهاد په دوران کې یې دا د پاکستان د مداخلې د ثبوت په توګه یوه ډېره د لوړي کچي بیلګه وړاندي کړې ده چې ګویا پاکستانیان خصوصاً دغه سپین ږیری پخوانی مشر مامور چې د طالبانو دا ډول خارق العاده بریا د خدای مرسته ګڼي؛ د دې مطلب دا دی چې دا په افغانستان کې د طالبانو سیاسي او نظامي ملاتړ کوي.

که چیري دا ډول د خواخوږۍ ټویټونه هغه هم د اشخاصو لخوا؛ د طالبانو ملاتړ تثبیتوي، بیا نو د نړۍ تر نیمایی زیاته برخه وګړي، په افغانستان کې د طالبانو ملاتړي دي، نه یوازي پاکستان، ځکه چې تاسو د پورتني تصویر په اړه د نړۍ د مسلمانانو عکس العملونه په مختلفو ژبو کې یوځل ولولئ؛ بیا به ښایی هرو مرو، ارګ میشتي او ارګ پلوي خپله هم ولیکي چې دا خو رښتیا زور له امریکا او خدای له طالب سره دی. الله اکبر.

د پاکستان پخوانی وزیر خواجه آصف د خپل پورتني ټویټ په رابطه د جیو تلویزون لخوا وپوښتل شو چې، ستا د دې ټویټ مطلب څه دی؟ هغه په ځواب کې ورته وایی، په دې کې شک نسته چې زه د طالبانو د طرزحکومت خلاف یم، د هغوی ملاتړ نه کوم، مګر دا چې د هغوی غیرت، په تش لاس او دومره سختو شرایطو کې د دومره ستر ځواک په وړاندي بې ساري مقاومت، سړی حیرانوي، د هغه په وینا، نن چې موږ او تاسو هغه بې اسرې ملابرادر چې زموږ په زندان کې اته کاله بندي و او نن د سپرپاور امریکا خارجه وزیر ترڅنګ ولاړ دی؛ دا نو له دې پرته چې د خدای مرسته وي، بل نو څه کیدای شي.

بهر حال د خواجه آصف ټویټ د هغه خپل شخصي کار دی، له دې سره مو څه کار نشته، نه موږ د هغه وضاحت او دفاع کوو، خو دا چې د کابل چارواکي او رسنیز اجیران یې دومره لویه خبره ترې جوړوي؛ له دې نه دوه ټکي ډېر واضح څرګندیږي یو خو د اشغال په له منځه تللو او د اشغالګرو په شکست د اشغالګرو اردلیان ډېر سخت دردیږي، دویم دا چې په اتومات شکل د طالب بریا او د هغه محبوبیت نه یوازي د افغانستان، بلکي د نړۍ په کچه مخ پرزیاتیدو دی؛ دا هم هغه څه دی چې د کابل رژیم اړوند وګړي ډېر ورڅخه ځوریږي.

پای …………..!
موسی فرهاد
۲۰۲۰ / ۹ / ۱۵

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: