روغتیا وزارت: له ماسک څخه ګټه اخیستل د کرونا کچه کمولی شي

عزم (‌پنج‌شنبه، ۲۷، وږی، ۱۳۹۹ل): د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ساعتونو کې یې د کرونا د ۱۶‍۱شکمنو پېښو معاینات کړي، چې ۴۰ پېښې یې مثبتې وې.

د دغه وزارت ویاند اکمل سمسور وايي، د کرونا وایروس د ۴۰ تازه پېښو په ثبتېدو سره، تر دې مهاله د یاد وایروس د مثبتو پېښو ټولیز شمېر ۳۸۸۵۵ ته رسېدلی دی.

د سمسور په خبره، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۰۵ تنه له کرونا څخه بېرته روغ شوي، چې د دې شمېر په ثبتېدو سره، له یادې ناروغۍ څخه د روغو شویو کسانو شمېر ۳۲۵۰۳ تنو ته رسېدلی دی.

«د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال، ۱۰ تنه د کرونا ناروغۍ له امله مړه شوي هم دي، چې د دغه شمېر په ثبتېدو سره له یادې ناروغۍ څخه د مړو شویو کسانو ټولیز شمېر، ۱۴۳۶ تنو ته لوړ شوی دی.»

دی وايي، له ماسک څخه ګټه اخیستنه کولای شي، د کرونا وایروس د مثبتو پېښو شمېر صفر ته نږدې کړي او حتی د ژمي موسم کې د یاد وایروس د دوهمې څپې خپرېدو له احتمال څخه هم مخنیوی وکړي.

نوموړي وویل، له دې وروسته له بدخشان، تخار، کندوز او بغلان ولایتونو څخه د کرونا وایروس شکمن ټېسټونه بلخ ولایت ته د لېږلو پر ځای، په کندوز ولایت کې تر ازموینې لاندې نیول کېږي.

سمسور وايي، د راتلونکي ژمي پر مهال د کرونا د بلې څپې وېره هم شته، خو د روغتیا وزارت ورته پوره چمتووالی لري.«په دې برخه کې هر اړخیز پلان جوړ شوی او د لومړیو پړاوونو پلی کېدل یې پیل شوي دي. د دغه پلان پر بنسټ، د عامې روغتیا وزارت او تطبیق کوونکو موسسو له‌خوا د اړتیاوو پوره کولو لپاره، په ۳۴ ولایتونو کې د کووېډ۱۹ روغتونونو وضعیت، تشخیصیه لابراتوارونه او د ناروغانو بسترونه تر څېړنې لاندې نیول کېږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button