فراه کې سږ کال د ۲زره کیلو د خُرما د حاصلاتو اټکل شوی
عزم (پنجشنبه، ۲۷، وږی، ۱۳۹۹ل): د فراه د کرنې ریاست وايي، په دغه ولایت کې شپږ کاله مخکې پر ۱۰۰ جریبه ځمکه د خُرماوو بڼ جوړ شوی، چې اوس یې ډېر ونې په حاصلاتو راغلي دي.
له یاد ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د خُرماوو دغه بڼ د کرنې ریاست او «الغرافة» موسسې په همکارۍ نږدې شپږ کاله مخکې جوړ شوی دی.
«دغه بڼ، د یو څېړنیز فارم بڼه لري، چې ددې ګران بیې مېوې د څېړنې او توافق په موخه په دې ولایت کې جوړه شوی دی. ددې بڼ پراخوالی نږدې ۱۰۰ جریبه ځمکه ده.»
د خبرپاڼې له مخې، ټاکل شوې، چې سږکال به هم په دې بڼ کې د خُرماوو سلګونه ونې کېنول شي. په همدې حال کې خصوصي سکټور هم په ۲۷ جریبه ځمکه کې د خرماوو بڼ جوړوي.
د کرنې وزارت مسوولین وايي، اوسمهال په هلمند، فراه، ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د خُرماوو بڼونه شته، چې هر کال ترې زرګونه کیلو خُرما راټولېږي.
د مسوولینو په خبره، یاد وزارت په پام کې لري چې په راتلونکي کې د هېواد په هغو سیمو کې هم د خُرماوو بڼونه جوړ کړي، چې ښه وده پکې کوي.