هلمند کې د انجې کرکېلې ته لېوالتیا ډېره شوې ده

عزم (‌پنج‌شنبه، ۲۷، وږی، ۱۳۹۹ل): د هلمند د کرنې ریاست وايي، په دغه ولایت کې د انجې کرکېله او سوداګري په غوړېدو ده او هم ورته د ځايي بزګرانو لېوالتیا ډېره شوې ده، چې ورسره به په دې ولایت کې د انجې په حاصلاتو کې د پام‌وړ ډېروالی راشي.

د هلمند کرنې رئیس زلمی الکو وايي، انجه د کوکنارو د مخنیوي لپاره ښه بدیل دی او دوی هڅه کوي چې هلمندي بزګرانو ته ارزښت لرونکي کرنیز توکي ورپېژني، چې هم ډېره ګټه وکړي او هم د کوکنارو له کرکېلې لاس واخلي.

دی وايي، د بولان په څېړنیز فارم کې یې په یو جریب ځمکه د انجې طبي بوټي کرلي وو، چې اوس یې حاصلات ښه دي او هم د دې ولایت له اقلیم سره یې توافق کړی دی.«انجه کمو اوبو ته اړتیا لري او هم د هلمند له خاورې، اوبو او هوا سره یې ښه مطابقت کړی دی.»

انجه داسې بوټی دی، چې د طبي موخو لپاره کارول کېدای شي او د کورني بازار تر څنګ نړیوال مارکېټ لري او په لوړه بیه پلورل کیږي.

په دې وروستیو کې په هلمند کې پر ګڼو طبي او نورو ارزښت لرونکو بوټي څېړنې شوي، چې ګڼو یې د هلمند له هوا سره توافق کړی او اوس یې کرکېله په دغه ولایت کې دود شوې ده.

اوس‌مهال په هلمند کې د کېلې، خُرماوو او الو ویرا بوټي کرل شوي، چې حاصلات یې ښه دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: