د ننګرهار چارواکي: طالبانو ۲۰ امنیتي سرتېري وژلي

عزم پنجشنبه،۲۷، وږی، ۱۳۹۹):د ننګرهار ولایت سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي چې طالبانو تیره شپه ددغه ولایت په دریو ولسوالیو کې د بریدونو پرمهال شاوخوا شل تنه عسکر وژلي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي رسنیو ته ویلي،طالبانو دغه بریدونه د حصارک، شیرزادو او خوګیاڼو ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو پر یو شمېر پوستو ترسره کړي چې په پایله کې یې ۲۰ امنیتي سرتېري وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړې چې ځوابي بریدونو کې یې شاوخوا ۵۰طالبانو ته هم مرګ ژوبله ور اړولې ده.

بلخوا د ننګرهار والي امین الله امرخیل وایي، شیرزادو او خوږیاڼو ولسوالیو ته یې هوایي او ځمکنۍ قواوې استولې تر څو یادو ولسوالیو کې د طالبانو پرضد عملیات ترسره کړي.
طالبانو که څه هم د تازه نښتو په هکله څه نه دي ویلي، خو وړاندې یې د سپیناوي په توګه ویلي وه، چې دولتي ملیشې د دوی تر ولکې لاندې سیمو کې د پرمختګ هڅه کوي او د هغوی د تعرضي عملیاتو د مخنیوي لپاره یې ځوابي اقدامات ترسره کړي دي.
د یادونې وړ ده چې دولتي عسکرو وروسته تر هغه دا عملیات پیل کړل، کله چې د امنیت شورا سلاکار حمدالله محب یاد ولایت ته سفر وکړ او له طالبانو یې د خپلې سیمې او کور د خلاصون په موخه د عملیاتو د پیل غوښتنه وکړه؛ چې په تعقیب یې طالبانو هم افراز شوې پوستې سقوط او ګڼو عسکرو ته یې مرګ ژوبله ور واړوله.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button