قاضي مجرم ته د مرګ سزا له لیکلو وروسته، ولې د قلم څوکه ماتوي؟!

تاسې به لیدلي وي، چې محکمه کې مجرم ته د مرګ سزا له اورولو وروسته قاضي د هغه د مرګ په حکم نامه باندې د قلم څوکه دومره ټینګوي، چې ماته شي.
مګر تر نننه به پوه نه یاست چې قاضي ولې داسې کوي؟
که څه هم دغه رواج اوس په ډیرو هېوادونو کې نشته؛ مګر د هند او پاکستان په ګډون د سیمې یو شمېر هېوادونو که د قاضیانو ترمنځ دغه دود اوس هم ژوندی دی.
هر کله چې په محکمه کې کوم تورن کس د مرګ وړ وبلل شي او د مرګ سزا ورته ورکول کیږي؛ نو قاضي د هغه د مرګ د حکم نامې په وروستي توري باندې قلم کلک ونیسي او څوکه یې کږه او یا هم ماته کړي. دغه رواج له هغو ورځو پیل شوی چې کله برتانیویانو په هند نیمې لویې وچې یرغل وکړ.
په دې اړه ډیر روایتونه دي؛ خو مشهور یې لاندې دي، چې له تاسې سره یې شریکوو:
۱ ــ قاضي ځکه د مرګ سزا له اورولو وروسته ځکه د قلم څوکه ماتوي، چې دغه قلم نور د کار وړ نه دی؛ ځکه پر څوکه یې د یو انسان د ژوند خاتمه لیکل شوې او باید د بل کار له پاره استعمال نشي.
۲ ــ قاضي ځکه د د مرګ سزا له لیکلو وروسته د قلم څوکه ماتوي، تر څو په خپله فیصله کې دوه زړی نشي او له خپلې پریکړې و نه ګرځي؛ تر څو د نظر ثاني اړتیا پېښه نشي.
۳ ــ دریم روایت دا دی چې: قاضي د مجرم پر حال د افسوس اظهار کوي؛ نو ځکه د قلم څوکه ماتوي.
۴ ــ څلورم علت دا هم دی، چې قاضي ځکه نه غواړي هغه قلم روغ پاتې شي؛ تر څو بیا استعمال نشي او له هر ځل استعمال وروسته خپله دغه سخته پرېکړه وریاده نشي، چې د یو انسان ژوند پکې ختم شوی؛ که څه هم هغه مجرم و.

خالد مشال

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button