غرب پال ولې له اسلامي نظام څخه په ویره کې دي؟

 

لیکوال: عمر زبیر
په ټولو نظامونو کې یوازنی نظام چې د ژوند ټولو برخو ته شامل دی هغه اسلامې نظام دی.
هغه که د ژوند سیاسي، ټولنیزه، اخلاقي، اقتصادي، او یاهم اجتماعې برخه وي.
د تاریخ په اوږدو کې مسلمانانو ثابته کړې ده چې د دوی نظام یو هم شموله نظام دی چې د ژوند ټولې برخې په برکې نیسې.
کله چې موږ نړیوال تاریخ مطالعه کوو یوازنى هغه نظام چې د ځمکې په سر یې په سلګونه کاله واکمنې کړي او د بشریت چاري په خورا منظمه او سالمه توګه پرمخ وړې دي هغه اسلامې نظام وو.
هغه نظام چې په نړیواله سطحه پکې د تبعیض، تعصب، ظلم او زیاتي مخه نیول شویده هغه یوازي اسلامي نظام دی.
هغه نظام چې په هغه کې فوقیت او برتري په جاه، منقبت، مالکیت او سیادت پوري اړه نه لري هغه اسلامي نظام دی.

سره له دومرو لویو لویو بشري کړنلارو سره چې د بشریت ښګیڼه پکې نغښتي ده بیا هم بعضي کسان د داسې یو بشرپال نظام څخه سرټکوي او له داسې يوه نظام څخه ویره محسوسوي.

ځکه غرب پال او په ټوله کې غربي نړۍ د اسلامي نظام څخه په ویره کې ده، ځکه دوى فکر کوي چې بیا به د دوی هغه فردي ګټې چې دوی يې دلاسته راوړلو لپاره هلي ځلي کوي دهغه مخه به نیول کیږي.

ځکه غرب پاله ورڅخه په ویره کې دي چې د اسلامي نظام په واسطه د دوی د ظلم او استبداد مخه نیول کیږي او د مظلوم حق له دوی څخه اخستل کیږي.

ځکه غرب پال له اسلامي نظام څخه په ویره کې دي، ځکه چې اسلامي نظام بیا دوی له ناروا او غیري مشروع اعمالو څخه منع کوي.
ځکه نو دغه کسان هیڅ وخت د يته تیار نه دي چې په دوی باندې دداسې یو نظام حاکم شي چې په هغو کې د دوی اعمالو، غوښتنو مخه ونیول شي.

همېشه د داسې کسانو زیار او کوشش داوي چې د تل لپاره د دوی په خوښه یو نظام جوړ شي او بیا همدغه نظام په عام ولس باندې په زور او جبر سره تحمیل کړي.

خو بل خواته د اسلامي نظام چارواکي تل دوی ته اطمنان ورکوي چې د دوی سره به هیڅ بشر ضد عمل او غیري مشروع کړنه تر سره نه شي.

غرب تل دا کوښښ کوي چې په اسلامي امت کې داسي یو نسل رامنځ ته کړي چې دهغې څخه د اسلامي نظام په خلاف کار واخلي، په داسې کسانو باندې مصارف کوي، فکر یې غربي کوي او داسې يې روزي چې بیا بل وخت کې د غرب په نشتون کې هم د اسلامي نظام په خلاف ورڅخه استفاده وشي.

بیا غرب پال کوښش کوي چې خپل غربي فکر په ټولنه کې رائج کړي او غواړي چې خپل هم فکره او هم مسلکه ملګري پیداکړي ترڅو د هغوی دملاتړ د ترلاسه کولو په واسطه ځان ته داسې نظام جوړ کړي چې د ژوند کولو لپاره هیڅ اسلامي اساس ونه لري.

په تأسف سره باید ووایم چې غرب په خپل د غه ناوړه پلان کې څه ناڅه کامیاب شوی هم دی.

هغه کسان چې غواړي چې په نړۍ باندې یوځل بیا اسلامي نظام حاکم کړي، هغه ځوانان چې دتیر برم او عظمت خوبونه ویني باید د غرب هر پلان ته ډیر متوجه وي تر څو غرب او غرب پاله وګړي ونشي کولای چې خپلو شومو اهدافو ته ځانونه ورسوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button