د بین الافغاني مذاکراتو د روان بهیر په هکله له مولوي وکیل احمدمتوکل سره د عزم ځانګړې مرکه

عزم د بین الافغاني مذاکراتو او وروستیو جریاناتو په اړه د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د بهرنیو چارو له وزیر مولوي وکیل احمد متوکل سره مرکه کړې، چې لاندې یې لوستلای شئ

عزم: د بین الافغاني مذاکراتو پیل ته په کومه سترګه ګوری او ستاسو په آند دا بهیر به څومره بریالی او له لاسته راوړنو ډک وي؟

متوکل: په هیله مندۍ ورته د بري دعا کوم لکه څرنګه چي ولس له اشغال او کړاوه وتل غواړي نو د بین الافغاني مذاکراتو دواړو خواوو ته په کار ده چي د اسلامي امارت او امریکا تر منځ د دوحې تړون وروسته اوسنی فرصت له لاسه ورنکړي او د ملي مصالحو د تحفظ په رڼا کي په پوره امانتدارۍ سره نهایي مساعي دریغ نکړي.

عزم: ولې حکومت د بندیانو د نه خلاصون په پلمه، د مذاکراتو پیل تر ۶ میاشتو وځنډاوو او څومره هیلې شته چې نور به ددې بهیر د سبوتاژ هڅې نه کوي؟

متوکل: د کابل پر نیمګړي قدرت حریص واکمنانو غوښتل چي سوله په راز راز پلمو خنډنۍ کړي خو د بېلابېلو فشارونو په پایله کي د بندیانو ځنډنۍ تبادلې ته حاضر سول بیا هم بدبختانه د سولي د بهیر د خنډ او ځنډ ایجادولو وېره شته نو زړه سواندي سیاسیون باید د ولس ژغورني په احساس ورته متوجه واوسي.

عزم: د افغان جهتونو مذاکراتي ټیم چې حکومت یې هم یوه برخه ده او ارګ ورته د پریکړو صلاحیت هم نه دی ورکړی؛ څومره اغیزمنه ډله بولئ او د روانې کشالې د ختمیدو لپاره څومره مؤثر ثابتیدای شي؟

متوکل: د کابل د مذاکراتي ټیم د غړو په تعیین کي چي د مختلفو مشرانو جوت رول درلودی که یې دا استازي هم سم کار وکړي او خپلو مشرانو ته دقیق او مسئوالانه معلومات ورکړي او اړوند مشران یې هم د واکمنانو د هوس ښکار نه شي بلکي د خپلو خلکو د عامه مصلحت په پام کي ونیسي نو مؤثر تمامېدلای شي.

عزم: حزب اسلامي او ځینې ډلې ټپلې د کابل له ټیم نه وتلې، دا به د مذاکراتو په بهیر کې کوم ډول اثر ولري؟

متوکل: د مذاکراتو بهیر د دواړو خواوو په ټولیز هوډ پوري اړه لري البته که د کابل لوری د حزب اسلامي په یوې څانګي اکتفا وکړي او حکمتیار صاحب راضي نکړي نو دا به یې قِسمي نقیصه وي.

عزم: ولې طالبانو ځواکمن او باصلاحیته ټیم مذاکراتو ته راوړاندې کړ او حکومت دا کار ونه کړ؟

متوکل: دا د سولي لپاره د امارتي اړخ مسئولانه لېوالتیا په ډاکه کوي کاش چي د کابل خوا هم ورته کار کړی وای بیا هم په کار ده چي د مطرحو احزابو مشران د خپلو استازو اعبتار ته قوت وروبخښي.

عزم: د مذاکراتو د اجنډا لپاره حکومت د اوربند او طالب لوری ښایي د جګړې د عواملو د ختمولو لپاره د اسلامي حکومت د ترمینالوژي په تضمین ټینګار وکړي؛ ستاسو په آند معقوله اجنډا باید کومه وي؟

متوکل: ستونزه داده چی د حکومت پر سوله ایزي ارادې شک موجود دی چي لا به هم وخت غځوي نو ځکه اسلامي امارت تر اوربند اور ختم ته ترجیح ورکوي چي د بوختي اصلي ریښي هم ورسره عمیقا تړاو لري او معقول تسلسلي حل هم ورسره راځي.

عزم: د مذاکراتو له پیل سره همهاله امرالله صالح د ملیشه جوړونې او احمدضیاء مسعود د وسلوال پاڅون او کورنۍ جګړې خبر ورکړی، څه فکر کوی لامل یې څه کیدای شي؟

متوکل: د سولي په وخت کي د سولي ضد اقدامات له خپلو خلګو سره ستره جفا ده، پایله یې ځکه ناکامي ګڼم چي خلکو اوس د خپل منځي لعنتي جګړو له شعاره ژوره کرکه ده.

عزم: د بین الافغاني مذاکراتو د ښه پر مخ بیلو لپاره مو دواړو لوریو او عامو افغانانو ته مشورې څه دي؟

متوکل: دواړه خواوو ته د مخلصانه مشورو فعالو چینلونو د پرانستلو ضرورت دي څو ملي سوله ایز نظریات ورکول کیږي او پر وخت د مذاکراتو د تسهیل لپاره بېړنۍ ګټه ورڅخه اخیستل کيږي ان شاء الله.


مولوي وکیل احمد متوکل د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر پاتې شوی او دا مهال په پلازمینه کابل کې اوسیږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button