په تذکره کې د مور د نوم په اړه د خلاصون لارې عالي شورا مشر سید محمد اکبر اغا وضاحت

د افغانستان متدین، مسلمان او مجاهد ولسه!
تل د الله ج په رحمت او حفظ کې اوسئ؛
څرنګه چې دا څو ورځې کیږي په پیژندپاڼو کې د مور نوم د پارلمان د بعضې وکیلانو نو او بیا د نورو لوریو او اشخاصو لخوا را پورته شوی دی، دا جوته او روښانه خبره ده چې له دې څخه د دوی هدف او موخه څه ده؟ ولې دوی د افغانستان علیا مصالح په نظر کې نه نیسي؟ ولې دوی د افغانستان په نورو درنو مسایلو لکه د سولې راوستل، دجنګ ختم، د هغه مور او خور چې دوی یې نوم په تذکره کې لیکي، هغې ته د ثبات او د کونډولو له عذابه نه خلاصوي؟
نو له دې نه معلوميږي چې په دې کې د دوی خاص منفي او مخرب هدف دی. راځئ دې ته متوجه شو چې په نورو هيوادو کې د چا او د کومو کسانو د مور نوم په تذکره کې لیکل کیږي؟ دا تر لمر مشهوره خبره ده چې د هغو کسانو د مور نوم په تذکره کې لیکل کیږي چې هغه پلار و نه لري نو د مور په نوم یې هویت څرګنديږي. دوهمه خبره داده چې دا د مور نوم په تذکرو کې ذکر کولو داعیه په افغانستان کې چا را پورته کړی؟ آیا دا زمونږ د مور د عزت لپاره ده؟ او که یوازې د دې لپاره ده چې په ټولنه کې د شته ډیرو ناخوالو سره سره دا حساسیتونه هم را پورته شي.
مور یو مقدس نوم دی او لوړ مقام لري، مور هغه څوک ده چې د ټولنې په جوړښت کې مرکزي او اساسي رول لري، مور د بشریت د ترکیب جز دی، مور د پیغمبرانو د تولد اعزاز لري، نو د مور نوم په دې معنی نه دی چې مونږ یې د دنیوي بې ضرورته اهدافو او موخو لپاره و کارؤ.
د ټولنې ضرورت مختلف اړخونه او برخې لري، تذکره کې د پلار نوم، په پاسپورت کې د پلار نوم، تجارت، اقتصاد او نورو مختلفو برخو کې د پلار نوم ذکر کول زمونږ دنیوي ضرورت پوره کولای شي.
ولې مونږ د ژوندانه په هغو برخو کې چې هلته د مور نقش مهم دی پلار ته مراجعه نه کوو او یا د پلار نقش ورسره مهم نه بولو لکه د ماشوم تربیه، د زوی لپاره د واده انتخاب، د کور د وسایلو انتخاب او داسې نور اړین او مرتبط ضروري برخې چې هغه خاص په مور پورې تړاو لري.
د مور نوم لیکل په تذکرو يا پیژندپاڼو کې د زنا اسبابو او راوستلو ته زمینه مساعدوي ځکه که په افغاني ټولنه کې د یو چا پلار معلوم نه وي نو هغه ته ولد زنا وایي او دا خلک د ژوند تر پایه په ټولنه کې منزوي وي، نو له هغې نه ټولنه عبرت اخلي او دا ډول ناروا اعمالو ته له دې وجې هم زړه نه ښه کوي. که چيرې د مور نوم په پیژندپاڼه کې ذکر شي نو بیا دا جرأت خلکو ته ورکول کيږي او دا عار په ټولنه کې پاتې او په لوی لاس ټولنه د فساد او وحشت لوري ته وړو.
نو اوس بعضې نا اهله او اسلام ضد مفکورې او اشخاص په دې خبره چې عیسی علیه سلام د مور په نوم نومول شوی، له دې آدرسه خپل نا روا برهان ته پټۍ جوړوي. عیسی علیه سلام پلار نه درلود نو ځکه د مور مبارکې نوم یې ذکر کیږي.
یوه خبره به روښانه وایو چې دا پروژه د یوه منحوس لوري لخوا چې شاید جرړې یې د هیواد نه بهر ځغلیدلې وي، را پورته او تطبیق کیږي. ځکه له یوې خوا به د اسلام په ضد دوی یوه لویه لاسته راوړنه ولري او له بلې خوا به د افغانستان په قومونو او ملتونو کې درځ واچوي، ځکه دا ډول تذکره د افغانستان مطلق اکثریت پښتانه نه اخلي نو سل سلنه حساسیتونه جوړ چې د هغې په وسیله به یو ځل بیا افغانستان کې اور ته لمن ووهل شي.
نو اوس د اسلامي غرا قرآني اصولو پر بنسټ دا توضیح کوو چې د پلار نوم ولې مهم بلل شوی دی او مور د پلار نامه ته تابع شوې ده لکه په دغه آیات مبارکه کې:

[سُوۡرَةُ الاٴحزَاب : 5]
ادْعُوهُمْ لِءَابَآئِهِمْ هُوَ أَقْسَطُ عِندَ اللَّهِ ۚ فَإِن لَّمْ تَعْلَمُوٓا ءَابَآءَهُمْ فَإِخْوٰنُكُمْ فِى الدِّينِ وَمَوٰلِيكُمْ ۚ وَلَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ فِيمَآ أَخْطَأْتُم بِهِۦ وَلٰكِن مَّا تَعَمَّدَتْ قُلُوبُكُمْ ۚ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا

په خوله بللي زامن، د هغو خپلو پلرونو ته په منسوبولو وبولئ؛ دا د الله په وړاندي زياته عادلانه خبره ده. او كه تاسي ته معلوم نه وي چي د هغو پلرونه څوك دي، نو هغوى ستاسي ديني وروڼه او ملګري دي. په ناپوهۍ سره كه تاسي كومه خبره وکړئ، پر هغې باندي تاسي نه نيول کېږئ. خو پر هغي خبره باندي هرو مرو نيونه شته چي تاسي له زړه څخه د هغې اراده وکړئ. الله بښونكى او مهربان دى.
په پورتني آیت کریمه کې په خورا وضاحت سره دا بیان شوی دی چې تاسې اولادونه د هغوی پلرونو ته منسوب کړئ.
او یا هم په دغه راتلونکو آیاتونو کې:
[سُوۡرَةُ النِّسَاء : 36]

وَاعْبُدُوا اللَّهَ وَلَا تُشْرِكُوا بِهِۦ شَيْـًٔا ۖ وَبِالْوٰلِدَيْنِ إِحْسٰنًا وَبِذِى الْقُرْبٰى وَالْيَتٰمٰى وَالْمَسٰكِينِ …
[سُوۡرَةُ الاٴنعَام : 151]

قُلْ تَعَالَوْا أَتْلُ مَا حَرَّمَ رَبُّكُمْ عَلَيْكُمْ ۖ أَلَّا تُشْرِكُوا بِهِۦ شَيْـًٔا ۖ وَبِالْوٰلِدَيْنِ إِحْسٰنًا ۖ …
[سُوۡرَةُ بنیٓ اسرآئیل/الإسرَاء : 23]

وَقَضٰى رَبُّكَ أَلَّا تَعْبُدُوٓا إِلَّآ إِيَّاهُ وَبِالْوٰلِدَيْنِ إِحْسٰنًا ۚ …

[سُوۡرَةُ لقمَان : 14]
وَوَصَّيْنَا الْإِنسٰنَ بِوٰلِدَيْهِ حَمَلَتْهُ أُمُّهُۥ وَهْنًا عَلٰى وَهْنٍ وَفِصٰلُهُۥ فِى عَامَيْنِ أَنِ اشْكُرْ لِى وَلِوٰلِدَيْكَ إِلَىَّ الْمَصِيرُ

[سُوۡرَةُ الاٴحقاف : 15]
وَوَصَّيْنَا الْإِنسٰنَ بِوٰلِدَيْهِ إِحْسٰنًا ۖ حَمَلَتْهُ أُمُّهُۥ كُرْهًا وَوَضَعَتْهُ كُرْهًا ۖ وَحَمْلُهُۥ وَفِصٰلُهُۥ ثَلٰثُونَ شَهْرًا

[سُوۡرَةُ الکهف : 80]
وَأَمَّا الْغُلٰمُ فَكَانَ أَبَوَاهُ مُؤْمِنَيْنِ فَخَشِينَآ أَن يُرْهِقَهُمَا طُغْيٰنًا وَكُفْرًا
نو پورته ذکر شوو آیاتونو کې د والد یعنې پلار کلمه لیکل شوې یا د پلار له کلیمې څخه جمله جوړه شویده معنی دا چې د مور نوم نه دی پکې ذکر شوی او د مور نوم د پلار نامه تابع شوې ده.
همدارنګه په حدیث شریف کې راغلي دي: چې د رسول صلی الله علیه وسلم څخه چا پوښتنه وکړه چې کوم عبادت بهتره دی؟ هغه مبارک د دریو عباداتو نمونه ورته واخیستل یو له هغه څخه(بر الوالدین) ورته وښوده چې دلته هم د پلار د نامه نه کلمه استنباط شوې ده.
همداشان رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل نسب په پلار پسې ځي.
نو د پورته نقلي دلایلو پر اساس عقل داسې فیصله کوي چې د مور نوم په تذکره او دې ورته اسنادو کې ضرورت نه دی، نو هیچا ته به اجازه ورنکړو څو زمونږ پر ملي عنعناتو او اسلامي اصولو کې داسې څه اضافه کړي چې زمونږ د ټولنې د مطلق اکثریت د قبول وړ نه او د اذهانو د مخشوشولو او د یوه بل ناورین د راتلو زمینه مساعده کړي.
دا هغه څه وو چې مونږ د اسلامي مسؤلیت پر اساس وویل قضاوت ولسونو ته پريږدو.
وما علینا الاالبلاغ
الحاج مولوي سید محمد اکبراغا د افغانستان د سولې ولسي مجمع مشر او د افغانستان د خلاصون لارې عالي شورا رئیس

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button