په اسلام کې د مشر ټاکل، د بیان ازادي او د ښځو حقوق

ليکنه: عباس عابد
اسلام داسې دين دی، چې هر چا ته يې په چوکاټ کې حق ورکړی، اسلام داسې دين نه دی لکه څنګه يې چې علمانيان (سېکولران) او جاهل مسلمان پوهان معرفي کوي، په اسلامي نظام کې د مشر، زعيم، اميرالمؤمنين او خليفه ټاکلو لارې چارې په وضاحت څرګندې شوې، غموض او ابهام پکې نشته. د نبي کريم صلی الله عليه وسلم له رحلته وروسته د انصارو او مهاجرينو له خوا خليفه د فضليت او غوره والي پر بناء ټاکل شوی يعنې لومړني خليفه د اسلام په لاره کې له هر چا زياتې سرښندنې کړې وې نو ځکه دخلافت لپاره انتخاب شو، د حسب او نسب په اساس نه و.
همداشان دوهم خليفه چې د خلافت د منصب لپاره غوره کړل شوی دی، هغه هم د فضليت، غوره والي او د اسلام لپاره د بې ساري خدمت له امله انتخاب شوي، د قوميت، خپلوي او شخصي اړيکو په بناء نه دی غوره شوی.
او کله چې دوهم خليفه اميرالمؤمنين حضرت عمر رضی الله عنه د ابولؤلؤ مجوسي له لوري په توره وهل کيږي، نو له شهيد کېدو وړاندې هغه يوه شپږ کسيزه شوری له جنتي اصحابو کرامو څخه تشکيلوي او هغه د خليفه په انتخاب باندې ګوماري، د شوري په تشکيل کې له خپلو خپلوانو څخه يو کس هم نه معرفي کوي، بلکې کار د کار اهل ته سپاري.
همداراز کله چې دريم خليفه حضرت عثمان رضی الله عنه د باغيانو له خوا په شهادت رسول کيږي، نو څلورم خليفه حضرت علي کرم الله وجهه د هماغه باغيانو له لوري د خليفه په حيث ټاکل کيږي، ډېری صحابه کرام رضی الله عنهم له وېرې او ډاره پرته بيعت ورسره کوي او د خليفه په دود يې مني. او چې کوم اختلاف راغلی و هغه د څلورم خليفه له شهادته وروسته د هغه زوی امام حسن رضی الله عنه له منځه وړي.
په اسلامي نظام کې د خليفه د انتخاب طريقې روښانه شوې، اوسني تورزړي روڼ اندي چې ټولټاکنې د نظام لپاره اړينې او ضروري ګڼي او دا تر هر څه غوره لار بولي، دا خواران په غلطه روان دي:
ترسم نه رسي به کعبه ای اعرابي
اين راه که تو مېروي به تُرکستان است
سمه ده ځينې ستر ستر مسلمان عالمان هم د انتخاباتو او ټولټاکنو قائل دي، البته په شرطونو او اصولو سره. او يو لوی شمېر مسلمان علماء انتخابات او ټولتاکنې جائزې نه ګڼي، ځکه چې په دې پروسه کې ښځې هم ځان نوماندولی شي او هم بل کانديد ته رايه (ووټ) ورکولی شي، همداشان د اسلامي هېواد کافر، فاسق، فاجر او بدکاره وګړي په ټاکنو کې ګډون کولی شي.
په اسلام کې د بيان ازادي چې څومره واضح ده او اسلام ارزښت ورکړی په نورو نظامونو کې هومره اهميت نه لري (د بيان د ازادي حق نه لري). ډېر ځله له صحابه کرامو رضی الله عنهم څخه يو تن پورته شوی او له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه يې داسې پوښتنه يا پوښتنې کړې که هغه د دېموکراسي له علمبردارانو څخه وشي، د پوښتونکي غاښونه به ترې وباسي، په بنديخانه کې به يې واچوي او هلته به ورووست شي!! ولې رسول الله صلی الله عليه وسلم تندی نه دی ورته تريو کړی، بلکې غوره قانع کوونکی ځواب يې ورته ويلی.
همداشان رسول الله صلی الله عليه وسلم له اصحابو کرامو رضی الله عنهم څخه مشورې غوښتې او د هغوی په مشورو يې عمل کړی. راشدو خليفه ګانو هم د مسلمانانو مشورو ته ارزښت ورکړی دی (د مسلمانانو له خوا يې سختې خبرې اورېدلې او هغه ته يې په غور غوږ ايښی، هغوی يې رټلي نه دي. حضرت عمر فاروق رضی الله عنه د مهر په اړه وينا کوله، ويل يې چې لږ مهر اخلئ، په مهرونو کې زيادت مه کوئ، نو يوې زړې بوډۍ (سپين سرې) ښځې ورته وويل: اې اميرالمؤمنينه! الله جل جلاله وايي چې ډېر مال اخلئ او ته وايې چې کم اخلئ… نو اميرالمؤمنين له منبره راښکته شو او ويې ويل: زړې ښځې هم له عمره ښې پوهيږي. (خبره د اميرالمؤمنين درسته وه، خو هغه مسلمانه يې نه ملامته کړه او نه يې ورټله).
په اسلام کې د بيان پوره پوره ازادي ده، ولې ازادي چوکاټ لري، اصول لري، له اصولو ور هاخوا به نه وي، يعنې که يو کس وينا کوي او که ليکنه کوي، په اسلام به يرغل نه کوي، د مسلمان په ناموس او عزت به هجوم نه وروړي. الله جل جلاله مسلمانانو ته لارښوونه کړې، چې د کافرانو خدايانو ته به کنځا نه کوئ، وايي: [ولا تسبوا الذين يدعون من دون الله فيسبوا الله عدوا بغير علم]. ژباړه: (اې مسلمانانو!) کوم خلک چې (د دروغو خدايان) د الله جل جلاله په ځای رابولي هغو ته ښکنځلې مه کوئ، ځکه چې دا خلک له بريده اوړي او په ناپوهي سره الله جل جلاله ته بد واي.
خو د دېموکراسۍ په رنګ رنګ شوي د بيان د ازادي حق ناسم استعمالوي او يوازې د مسلمانانو د مقدساتو او شعائرو خلاف کاروي، لکه: سلمان رشدي د بشر د لارښود حضرت محمد صلی الله عليه وسلم په اړه ډېر شيان وليکل، بيا چې مسلمانانو د دېموکراسۍ په چوکاټ کې د هغه د محاکمه کېدو غوښتنه وکړه، نو ټوله مسيحۍ نړۍ يې تر شا ودرېده او انګلستان ته يې ور وغوښت او څو کاله وړاندې د انګلستان ملکې د (سر) خطاب او لقب ورکړ. بنګالۍ تسيلمه نسرين چې د اسلام سپکاوی وکړ نو عيسويانو عيسوۍ نړۍ ته د ناز لپاره ور وبلله.
هر څوک چې د بيان د ازادي حق د اسلام په ضد کاروي، نو يهود او نصاری هغه نازوي، عبدالرحمن پنجشېری چې مرتد شو، بيا مسيحيانو خپلې غېږې ورته خلاصې کړې او خپل لوري ته يې ور وتښتاو. اما کله چې د پاکستان مشهور کرکټر يوسف يوحنا اېمان راوړ، په اسلام مشرف شو او محمد يوسف نوم يې په ځان کېښود، د مسيحۍ نړۍ ډېری واکمنان سخت په غوسه شول او د ده دا کار يې وغندلو. اما د عبدالرحمن پنجشېري په ارتداد باندې کوم مسلمان واکمن بد و نه ويل!! ځکه د اسلامي نړۍ واکمنان ټول غلامان دي او د مسلمان په مرتدد کېدو بده نه مني، د اسلامي قانون مطابق جزاء نه ورکوي!!
د ښځو حقونه د دېموکراتانو او سېکولرستانو يو بل دروغژن شعار دی، چې کوم کسان په دې (۱۹) کلونو کې د دېموکراسۍ له ناولي نوم سره اشنا شوي، نو هغوی يې د خپلو موخو لپاره ډېر کاروي، څو کافرانو ته ځان نژدې او قريب وښيي او د دې په نتيجه کې پرې ډالري باران وشي.
اسلام ښځينه ووته پوره پوره حقونه ورکړي دي، چې اسلامي فقهې تشريح کړي دي، اسلام د تعليم حق ورکړی بلکې ښځې او سړي دواړه يې زده کړوته هڅولي، بايد ښځې هم ديني او طبي تحصيلات وکړي، د سياسي علومو د زده کړې اړتيا يې نشته.
اسلام ښځې ستر او حجاب ته رابولي، خو کله چې ښځه سياست ته مخه کړي او په دنده وګومارل شي نو بيا به د هغې خاوند په هېواد کې وي او نوموړې به په بهر کې وظيفه اجراء کوي او دواړه به د غم سندرې وايي!!!
اسلام ښځو ته حقونه ورکړي، خو چې مسلمانان عمل نه پرې کوي، دا جرم د مسلمانانو دی، په اسلام باندې افتراء تړل نه دي پکار.
کافرانو دېموکراسي، د ښځو حقوق، د بيان ازادي او د بشر حقوق د مسلمانانو د بې ځايه بوختولو لپاره را ډالۍ کړي دي.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: