مرکچي پلاوو ته؛ اسلامي نظام اختیار نه، بلکې فریضه ده!

له اسلام سره ژوند او په اسلامي نظام کې ژوند دخوښې، اختیار او انتخاب مسئله نه ده، بلکې په یوه وخت کې په فردي لحاظ له اسلام سره ژوند او په ټولنیز لحاظ په اسلامي نظام کې ژوند هغه لومړنۍ ستره او اساسي فریضه ده چې دایمان او اسلام خبره له دې پرته بشپړ تحقق نشي موندلی. دا موضوع باید مونږ ته هر وخت توده او قیمتي وي او تل مو په مخ کې سره کرښه وي. خو اوس چې په ټولنیزه کچه د یو نوي جوړښت په درشل کې یو نو داخبره خورا ډیره اړینه او ډیره ارزښتناکه ده.
د فرد او ټولنې دواړو په کچه باید له اسلام سره ژوند او په اسلام باندې ژوند زمونږه موخه او نصب العین وي، دواړه یو له بله لازم او ملزوم دي او یو بل بشپړوي، او چې هر یو یې ممکن وي باید ترلاسه شي، خو په دغسې تاریخي پړاوونو کې ټولنیز بنسټونه او نظام په اسلام باندې درول دانو خپل جلا رول او خپله جلا اغیزه لري چې دکلونو مزل رالڼډوي.
مونږ دملت او ولس په توګه دغسې څو تاریخي فرصتونه له لاسه ورکړي دي چې نظام د خپل ولس دارمان،عقیدې او هویت پر بنسټونو باندې د درولو پر ځای پکښې دبهرنیانو دوضعي قوانینو اصول او اساسات او دهغوی بادارانه فرمایشونه په نظر کې نیول شوي دي چې هر څوک به په کښې سبا دخپلې ونډې او خپل مسؤولیت په برابر ځواب وايي.
هیله ده روان تاریخي پړاو کې زمونږ د مسلمان ملت اسلامي عقیده او اسلامي هویت دنظام تار او پود جوړ کړي.

محمد مزمل اسلامي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: