چې چا سره نور اوړم پۀ خفګان، ورنـــه روان شـم/ سپین کوچی

 

پۀ ټوکو کې له چا سره شم وران، ورنه روان شـم
چې چا سره نور اوړم پۀ خفګان، ورنـــه روان شـم

اوس نــۀ شـمـه هــر چــا سـره پــاللــی یــارانه
چې نن سبا کې څوک شي راته ګران،ورنه روان شم

چې ژوند څومره سختیږي،پسې هومره لالــهاند یم
چې ژوند راته ځان بېرته کړي اسان،ورنه روان شم

اشنا! پۀ دې عادت مې بې پروا بولې،که هر څۀ!!
چې څوک راباندې لوړ وګڼي ځان، ورنه روان شم

زۀ هم له مـجبوریتـه،خپل یاران دومره مجـبور کړم
چې ښۀ پۀ خپلو کړو شي پښیمان،ورنه روان شم

د مــور د مـیـنې قـدر باندې،اوس هم نۀ پوهـیـږم
چې وایي له تـا ځـار،لـه تا قـربـان، ورنه روان شم

په خپل حـالـت مې خــپلـه زړۀ نـري دردونه وکړي
د سـؤال لـپه چې ونـیسي خواران، ورنه روان شـم

کـوچـیـه څـوک لـه ټوکو نه، پېغور راکړي د ژوند
هغه له خـندا شین شي، زۀ پریشان ورنه روان شم
ــــ
یو ځل بیا

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button