د مذاکراتو تخریبونکې کړۍ او د افغانانو مسؤلیت؟!

لیکوال: ډاکتر هلال بلخي
شاوخوا شل کاله وړاندې غربي نړۍ د امریکا په مشری پر افغانستان په داسې حال کې یرغل وکړ چې دوه لسیزو جنګ او جګړو دا هیواد په کنډواله بدل کړی وو، د بمونو او بارودو لمبو د دې ملت د هیلو او ارزوګانو مخ ور سوځولی وو. سکون او خوشحالیو له دې ملت څخه ګډه کړې او ځای یې غم او ماتم نیولی وو. د طالبانو د تحریک د لومړي ظهور او راتګ سره هیوادوال ورته بېحده خوشحاله شول، هغوی ته ورغاړي وتل او ګلونه يې پرې وشیندل.ځکه له کلونو کلونو وروسته وطن کې امن، ثبات او سوکالې راغلې وه. لیکن بدبختانه دغه د سمون او سوکالۍ دور چندان دوام ونکړ. افغانستان د شوروي له یرغل او اشغال وروسته د یو بل (غربي ښامار) په پنجو کې راګیر شو او شل کاله نور دغه مظلوم ملت د یرغلګرو د طیارو، ټانګونو او مرمیو په اور کې کباب شو؛ وینې وبهېدلې، مندې بوري شوې، ماشومان یتیمان شول او کلې په هدیرو بدل شول.
په دې څلوېښت کلنه جګړه ایزه دوره کې څو څو ځله افغانانو ته د سولې او دولت جوړونې فرصت مساعد شو، لیکن هر ځل د بهرنیو مداخلو، توطیئو او داخلي مفاد پرستو څېرو د غدر او خیانت په نتیجه کې، دغه مهم فرصتونه له لاسه ووتل او افغانستان هماغسې د اور په لمبو کې پاته شو. اوس چې یو ځل بیا دغه تاریخي فرصت افغانانو ته په لاس ورغلی دی، نو ټول ملت ته پکار ده چې نور دې فرصت طلبه، پردیپاله او منفعت پرسته اشخاصو ته موقع ورنکړي چې د ولس د غوښتنو او ضرورتونو پر سر معامله وکړي او نه دي، دې ورانکارو کړیو ته اجازه ورکوي چې دغه روان بهیر ته نقصان ورسوي.
د سنبلې ۲۲ مه د افغانستان او افغان ولس لپاره یوه تاریخي ورځ وه. په دغه ورځ د قطر هیواد پلازمېنه دوحه کې یو ځل بیا طالبانو (دا د هیواد او ولس عزت او حیثیت ساتونکو له اشغالګرو سره تر تړون وروسته) د مختلفو داخلي احزابو او ګوندونو مربوط پېژندل شويو څېرو او اشخاصو ته دا موقع او زمینه برابره کړه چې له دوی سره د هیواد راتلونکې برخلیک ټاکنې او وطن جوړونې مجلس کې شریک شي. دغه بین الافغاني مذاکرات چې پرانیست غونډه یې د سپتمبر په ۱۲ مه وشوه، نورې ناستې او دوام به یې د دواړو جهتونو په ګډون په مختلفو پړاونو او مرحلو کې ترسره کیږي. دا د هیواد په تاریخ کې یو مهم پړاو دی، ځکه دواړو جهتونو ته دا مسئولیت راجع کیږي چې د خپل اسلامي، افغاني او ملي وجیبې پر بنیاد د عام و تام اختیار په لرلو سره د هیواد او ملت برخلیک وټاکي او د پردیو لخوا تحمیل شوي ادارې ته د پای ټکی کښېږدي.
په دې منځ کې د بین الافغاني مذاکراتو یواځیني ښکاره مخالفین په پلازمېنه کابل کې واکمنه کړۍ ده. د کابل ادارې چلوونکي غواړي چې دغه بهیر ناکامه او یا یې نیمکړۍ او ټکنی کړي. نو ځکه تر خپله وسه کوښښ کوي چې سیاسي نفاق رامنځ ته کړي، اختلافات او توپیرونه رابرسیره او د طالبانو پر رښتینولی او صداقت هیوادوال بې باوره کړي.
د کابل ادارې په ترکیب کې د سولې او وطن د دښمنانو یوه کړۍ شته چې خپل څو ورځني واکمني، څوکۍ او شخصي منافع ورته تر هر څه اولویت لري. دغه کړۍ د پردیو جاسوسي ادارو لخوا حمایه او ورته ورځنۍ کړنې دیکته کیږي. دغه مخربه حلقه هڅه کوي چې د کابل ادارې لخوا لېږل شوی هیئت تر خپل مستقیم او غیر مستقیم فشار لاندې وساتي او هغه څه پرې تحمیل کړي چې د دوی منافع او اهداف( د جګړې دوام) پکې خوندي کیږي. همداراز په داخل کې هم کوښښ کوي چې په تهدیدونکو هڅو او تخریبي ویناؤ خلک ناهیلي کړي او په یو شکل د اشکالو دغه روان مذاکراتي بهیر ته نقصان ورسوي. د ارګ په دننه کې دغه پرديپاله کړۍ چې په حقیقت کې ځانونه افغانان نه بولي او حتی تر اوسه افغاني تذکرې هم نلري، صرف د پرديو استخباراتي ادارو او شخصي اهدافو او منافعو لپاره کار کوي. هغه کسان چې امریکایی جنرالان خپل ورونه او ملګري یادوي. دغه د سولې او وطن دښمنان غواړي د رسنیو له لارې ولس ته د روان بهیر ناسم انځور وړاندې کړي او د سولې روانه پروسه سبوتاژ کړي.
دوی یو طرف ته په ښکاره د بین الافغاني مذاکراتو په مخالفت او تخریبولو بوخت دي او بل طرف ته یې د مذاکراتو د احتمالي کامیابۍ په نتیجه کې پر دوهمې پروژې هم چې د ملیشه سازۍ پروژه ده، عملا کار پیل کړی دی. په شمال او جنوب کې د ولس په منځ کې منفورې څېرې پلازمېنه کابل ته رابولي او ورته د وسلو او پیسو د حمایې ټټر وهي. افغانانو د ملیشو او توپکسالارانو هغه دور لا نه دی هیر کړی چې د مظالمو او جنایاتو کیسې یې انسان کولای او یادولای نسي. غني او شریکان یې په همدغه ډول خپل پنځه کلنه واکمني سرته رسول غواړي.
په دې منځ کې د ولس او خلکو دا مسئولیت جوړیږي چې خپل ځان له سیاسي حالاتو با خبره وساتي. هغه منابعو ته لاسرسی پیدا کړي چې حقایق ورته رسوي. د چاپي او صوتي رسنیو له لارې دې خپل ږغونه اوچت کړي او د دوست او دښمن تر غوږو دې ورسوي. ولس باید د کابل ادارې د ملیشې جوړونې له پروژې په سختو ټکو غندنه وکړي، ورسره پریکون اعلان کړي او هیچا ته اجازه ور نکړي چې په دغه ولس وژونکې پروژه کې شریک شي.
ملت باید د رسنیو په ګډون له مخلتفو لارو د پردیپاله واکمنانو څخه خپله کرکه بیان او د هغوی کړنې او ویناوي وغندي. د مختلفو لارو او په بېلابېلو طریقو دې د ارګ پر پردیپاله واکمنانو او رسنیو فشار راوړي چې په روان مذاکراتي بهیر کې د ولس له غوښتنو او ضرورتونو سره سم قدم واخلې.
د افغان ولس غوښتنه دا ده چې د مذاکراتو پر مهال باید د اسلام مبارک دین، اسلامي او فرهنګي ارزښتونه او د هیواد او ولس ګټې په نظر کې ونیول سي.افغانان د یو اسلامي‌ نظام غوښتونکې دي. یو داسې نظام چې د هیواد هر وګړی ځان پکښې وویني. په ټولیزه توګه دا ولس یواځې په بشپړ اسلامي نظام، دایمي او تل پاته سوله او خپلواک او مستقل افغانستان راضي کیږي.
اوس د ولس تر منځ پورتني اهداف ترلاسه کېدل په یقین او باور بدل شوی، ځکه طالبانو له اشغالګرو سره تر توافقنامې وروسته، د داخلي احزابو او سیاسي ډلو لپاره هم دا زمینه مساعده کړه چې له دوی سره کښېني او پاته داخلي مسائل د بین الافغاني ناستو په ترڅ کې حل کړي. دا چې اوس په خپلمنځي اختلافاتو کې ښکیل سیاسي او قومي مشرانو ته زمینه برابره شوې چې له طالب مشرانو سره د یوه میز شاوخوا ته را ټول شي، نو د دوی هم مسئولیت جوړیږي چې د ولس غوښتنه او ضرورت په نظر کې نیولو سره پر مخ ولاړ سي، نه دا چې د تحمیلي ادارې او پردیپاله ارګ میشتو تر تاثیر او اغیز لاندې راسي او په ناسمو کړنو او ویناؤ سره دغه طلایي چانس له لاسه ورکړي. دوی باید پوه وي چې طالبان پر دې خاوره واکمن کېدونکې دي او اسلامي نظام نافذېدونکی دی. نو ځکه باید د مذاکراتو په جریان کې له پېغورونو او یې مسؤلیته خبرو څخه ډډه وکړي. که دوی دغه تاریخي فرصت له لاسه ورکړي، نو ولس او تاریخ به هیڅکله دوی ونه بخښي.

 

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: