د ننګرهار زیتون به سږ کال ۵ برابره زیات حاصلات ولري

عزم شنبه،۲۹، وږی، ۱۳۹۹): د ننګرهار د کانال ریاست مسؤلین وایي: سږ کال به په دغه ولایت کې د پخوا په پرتله د زیتون حاصلات څو چنده زیات وي.
دوی وایي: د حاصلاتو د زیاتوالي لامل په تېرو کلونو کې د نویو بوټو کینول دي، چې اوس یې په حاصلاتو پیل کړی دی.
د ننګرهار د کانال ریاست مرستیال شریف فضلي رسنیو ته ویلي: تېر کال په ننګرهار کې د زیتونو له باغونو ۱۰۰ ټنه حاصلات راټول شوي وو؛ خو سږ کال هیله لرو چې دغه حاصلات به تر ۵۰۰ ټنو پورې ورسیږي.
د ده په وینا: « د زیتونو ۵ چنده زیاتوالي سره به د زیتونو بازارونه ښه شي او د کروندګرو پر اقتصادي وضعیت به هم مثبته اغېزه وکړي».
فضلي زیاتوي: په جګړو کې د زیتونو باغونو ته هم پراخ زیانونه اوښتي، چې په ترڅ کې یې ۸۰۰ هکتاره ځمکه له منځه تللې وه؛ خو په تېرو څو کلونو کې پر سلګونه هکتاره نورې ځمکې د زیتونو بوټي کېنول شول، چې اوس د دغې ځمکې مساحت ۲۵۰۰ هکتاره ته رسیږي.
بل لور ته د زیتونو په فارمونو کې مصروف کروندګر وایي: د لازمو امکاناتو د نشتون له امله یوه برخه حاصلات د راټولو پر مهال ضایع کیږي.
دوی وايي: حکومت دې هغو باغونو ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي، چې ویجاړ شوي او یا له ورانېدو سره مخ دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: