فاریاب کې د انګورو او هلمند کې د انارو حاصلات زیات شوي

عزم شنبه،۲۸، وږی، ۱۳۹۹):د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي چې هلمند او فاریاب کې د موسمي میوو “انارو او انګورو” حاصلاتو کې د پخوا په پرتله زیاتوالی راغلی دی.

وزارت ویلي، په فاریاب ولایت کې پر ۱۵۵۴۰زره هکتاره ځمکه انګور کینول شول شوي او د ښې هوا او زیاتو اوبو له برکته سږکال ښایي دهقانان ترې ۶۸زره ټنه انګور حاصلات واخلي، چې له تیرکاله ۱۰سلنه زیاتوالی ښیي.
مسؤلین وایي،پر ۷۳۰هکتاره ځمکه په وروستیو کلونو کې انګور کینول شوي او هڅه یې داده چې د انګورو د باغونو کچه تر ۲۰هکتارونو ځمکې ورسوي.
د وزارت په وینا چې دامهال یاد ولایت کې ۳۰ د ممیزو خونې لري او په پام کې ده چې دا کچه هم ۳۰۰ته پورته کړي.

په یوه بله اعلامیه کې یاد وزارت ویلي چې سږکال به د هلمند په ولایت کې د انارو حاصلات ۲۸۱۰۶ټنو ته ورسیږي چې له تیر کال څخه ۱۶سلنه زیاتوالی ښیي.

مسؤلین وایی، دغه ولایت کې پر ۱۲۲۲هکتاره ځمکه د اناروباغونه کینول شوي چې له یوه هکتار ځمکې شاوخوا ۲۳ټنه انار په لاس راځي.
د هلمند د انارو د باغونو د حاصلاتو دزیاتوالي لامل د باغ لرونکو مسلکي زدکړه او د نویو باغونو کېنول ښوودل شوي دي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: