دانش او د تاريخ کچه روايت!

وحيدالله مصلح
دانش چې په باميانو کې د کومو سدوزيو او محمدزيو د 230 کلنې واکمنۍ پيغورونه ورکول او ويل يې چې د يوې قبيلې کوچنۍ ډلې پر ټول افغانستان موروثي او پر استبداد او ديکتاتورۍ حکومت کړى؛ دا نقد اساساً د هغه انکار سلسله ده چې دوى په کې د افغانستان تاريخ جعل بولي او دوى په کې په خپلو خراسانيو سفسطو يو زمکنى حقيقت مسخه کوي.
د سدوزيو او محمدزيو واکمنۍ د دې وطن د عمرو بن ليث صفارى، نرشخي، سلطان مسعود غزنوي او د منطقې د ساسانيانو، سامانيانو، خوارزميانو، سلجوقيانو او صفويانو په څېر موروثي پاچاهۍ وې… نو په دې حساب د موروثيت دا اړيکه يوازې سدوزيو او محمدزيو ته منسوبول پر تبعيض او د تاريخ پر انکار ولاړه ده.
سره له دې چې موروثيت د تېرو درى سوه کلونو همغه ګډه خاصه وه چې په ټوله منطقه، مروه، نيشاپور، خوارزم او ټول فارس کې همدا تپلې واکمنۍ وې؛ خو دانش کولاى شول د ميرويس خان او ابدالي د لويو جرګو پر هغه ولسي شراکت حساب کړى واى چې تر نننۍ ولسواکۍ کم نه و، “نننۍ ولسواکي” هغه نه يادوم چې د دانش ټيم په دوه ځلونو کې د جعل، تزوير او ډېرو کمو رايو ريکارډ په کې جوړ کړ.
جالبه دا نه ده چې دانش ولې پر تاريخ مغرضانه خېزکې وهي؛ جالبه دا ده چې هغه دا خېزکې پر هغه سټېج وهي چې ولسمشر غني ورته لاندې پر کَوچ سيالبين دى.
دانش تر دې مخکې په ادارو کې د بې عدالتيو او محروميتونو بګتۍ هم ويلې، هغه چې په سبا يې د همده د فتر د کارکوونکو يکنواخته لست خپور شو، په هغه لست کې دا نه معلومېده چې دا اوس دويم معاونيت دى او که د دايکندي ولايت!
دا څو ورځې کېږي د ارګ يو معاونيت د سولې پر ضد سنګر نيولى او بل د تاريخ په وړاندې…

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button