خبره د بيرغ ده!

 

زموږ نیکونو د انګريز نيواکګر په وړاندي اتيا کاله مبارزه وکړه ، د استقلال اخستلو وروسته يې د وخت حاکم )غازي امان الله خان( په غوښتنه ځانګړی بيرغ ترتيب او په رسمي شکل د هيواد سمبول وګرزول.

په دې بيرغ کې درې رنګونه ځای په ځای شوي وو، چې د دريو مختلفو حالاتو انعکاس يې کاوه، توررنګ د انګریزي يرغل په معنی, سوررنګ د انګريز په وړاندي د جهاد او قرباۍيو په معنی او زرغون رنګ د ازادۍ او خپلواکۍ شعار وګڼل شو…

له دي وروسته دا )تور, سور , زرغون( بيرغ د هيواد سمبول او ارزښت ياديده, د دې بيرغ معنی دا وه چې دلته يو يرغلګر هيواد راغلی خو افغانانو يې په وړاندي مقاومت وکړ, قربانۍ يې ورکړې او بيرته يې د خپل هيواد واک او ځواک ترلاسه کړ…

له دې وړاندي افغانستان نور وياړونه هم لرل چې د محمود غزنوي, احمدشاه ابدالي او ميرويس -رحمهم الله تعالی- سرښندنې او وياړونه يې د سر کرښې ګڼلای شو…

دوی هريوه د خپلو ځانګړتياو په خاطر پخوانی سمبول بدل کړی دی او د وروستۍ لاسته راوړنې په پام کې نيولو سره يې وروستی سمبول د ملي په توګه ټاکلی دی؛
د عقل غوښتنه هم دغسي ده او د نړۍ طبيعت هم دادی چې سردباسه سر شته او وياړ دباسه وياړ.
له ټولو پورته, اول او اخر بې سیاله ذات يواځي ﷲ ﷻ دی, په ﷲ ﷻ پسې بل نشته، نور نو يو د پاسه بل وي او ورستنی د ړومبني ځای نيسي…

که داسي نه وای نو امان الله خان ته لازمه وه چې د ابدالیانو ملي سمبول إحياء کړي، که امان الله خان افغانستان ته ازادي ترلاسه کړه خو ابدالي له سره د افغانستان تاسيس کړی دی.
او له هغه نه مخکې ابدالي ته به هم لازمه وه چې پرسر د محمود بيرغ ورپوي، که ابدالي د هند د مظلومانو نارې ته لبيک ويلی وو، خو محمود له هغه نه مخکي هند ته اذان رسولی وو, هغه لاره چې ابدالي ورباندي د مظلومانو مرستې ته ورتو محمود جوړه کړې وه …

لکه څنګه چې په هرو سلو کلونو کې په اسلام باندي مجدد راځي، همداسي په تاريخ کې هم وخت په وخت تجديد راځي…

زموږ په ګران هيواد افغانستان باندي د انګريز له شکست څو لسيزې وروسته شوروي راغی, هغه چې مخکي ايښی قدم يې د شاته کيدو نه و, ځکه خو يې په سيمه کې د پيل په نوم شهرت لرل…

خو افغانانو يې په وړاندي مقاومت وکړ, له ځانه يې عيني ماين جوړ, بدنونه يې ټوټه ټوټه شول خو دغه ياغی پيل يې د سحرايې چغال په څېر وځغلول…

د وخت د افغانانو دغه کارنامه د امان الله خان له هغې نه ډيره لويه او ارزښتمنه وه، د انګريز په ماتولو اتيا لسيزې وخت ووت، خو شوروي ځواک په څه باندي يوه لسيزه کې تار ومار شو …
هغه وخت د افغانستان يواځي بهرنی حيثيت ترلاسه شو خو دا وار افعانستان بالکل نوی د نړۍ نقشې ته بيا راڅرګند شو، لکه مړ چې را ژوندی شي …

لهذا مناسبه خو دا وه چې د انګريز نه د ازادۍ اخستلو آثار د شورویانو نه ازادۍ اخستلو لاندي کړي وای ، زموږ د ازادۍ لمانځلو ملي ورځ د شورويانو د وتلو ورځ اعلان شوې وای او زموږ ملي بيرغ هغه بيرغ ګڼل شوی وای چې د وخت د مسلمان او خپلواک حاکم تر نظارت لاندي افغان جرګې ټاکلی وای…
ضرور خو نه ده چې موږ به تر قيامته هغه ازادي لمانځو چې له انګريز نه مو ترلاسه کړې ده، موږ مغول هم شړلي دي خو د انګريز نه ازادي اخستونکو غازیانو هغه وياړ د تاريخ پاڼو ته وسپارل…
بيا چې مو له انګریز وروسته شوروي ماته کړه نو بايد همدغه ازادي مو لمانځلای او همدغه ورځ مو ملي ورځ وای, د همدغو غازيانو د لاس نښان مو ملي بيرغ وای…

خو متاسفانه چې د شوروي له ماتې وروسته موږ ملي حيثيت نه لرل, موږ ملي واکمن نه لرل او ملي نظام مو هم نه و, بلکي ملوک الطوائفي مسلطه وه، نظام مو تنظيمونو اندام اندام کړی و, نه مو خبره يوه وه او نه مو شرعي شورا جوړه کړای شوه…
هغه وه چې هرڅه مو د تاريخ صندوق ته ولويده او په عمل کې مو کومه ثمره ونه ليده …

خو د ﷲ ﷻ لوی فضل دا و چې د وخت يرغلګرو او د هغوی مزدورانو زموږ ملي ورځ او ملي بيرغ نه و يرغمل کړي, يواځي زموږ ځمکه او نظام يرغمل شوي وو …

خو دا وار چې په هيواد باندي غربي داړه مار ګونډ وواهه نو د هيواد د ځمکني او هوايې حريمونو سربيره يې زموږ ارزښتونه او ملي سمبولونه هم يرغمل کړل
دوی او د دوی نوکرانو په ډيره بې شرمۍ د مطلق يرغل په فضاء کې هغې ازادۍ لمانځلو ته دوام ورکړ چې يواځي خارجي سياست يې په غېږه کې ځای په ځای و.
دوی د ازادۍ سمبول )تور، سور، زرغون( بيرغ د يرغمل په توګه د يرغلګر بيرغ لاندي د ملي بيرغ په حيث ودرول او د غزاګانو بيرغ يې د سپي په شاباندي وټومبل!
زموږ ملي بيرغ په هغه ټانګ باندي رپيده چې شاته يې زموږ بريتور زلميان د ازادۍ اخستلو په جرم تړل شوي او په عام سړک ورپسي مړژواندي کشيده!
د هغه عسکر په اوږه هم همدا بيرغ نقش و چې په لاس کې برچې يې د ازادۍ د شهيد په تندي ګوزارونه کول!
زموږ د ازادۍ ملي ورځي لمانځلوته يرغلګرو امنيت نيول!

اوس چې يرغلګر تورمخي له هيواد نه په وتو دي, له تپل شوي نظام نه غبرګ لاسونه په سرونو توبه ګار دي…
نو لازمه ده چې دا تاريخي مراحل د ملي وياړونو په توګه وساتو, راتلونکو نسلونو ته د مغول, انګريز او شوروي د ماتولو ترڅنګ د امريکا په رهبرۍ د ټولې کفري مکارې نړۍ د ماتولو پيغام پريږدو…
نور نو بايد د انګريز د ماتولو خبرې زړې سندرې وي او د تاريخ په کتابچو کې خوندي شي…
نور به مو د پيغلو او ځوانانو اتڼونه د امريکايانو مات اورمېږونه يادوي …
دغه د يرغلګرو سره مل پاتي شوی بيرغ به مو په زړونو مالګې نه دوړوي…
دلته بايد داسي بيرغ ورپي چې زموږ اروحونو ته آرام ورکړي او د دښمن په سترګو د هغوی د اغزن تار په څېر وڅرخيږي..
د افغان لپاره لوی ذلت و چې ملي بيرغ يې يرغلګرو استعمالول او دوی ورته چکچکې کولې, پښتو متل دی چې وايې ” پوزپرېشوي که شرم لرلای چاقو به يې نه يادول” افغانان بايد دغه ذلتونه بيا بيا راياد نکړي; تور, سور، زرغون بيرغ به مخکي وياړونه راکول خو اوس هغه د يرغل د وخت ذلتونه رايادوي او زموږ په ټنډه د شرم او پيغور داغ لګوي؛ البته د هغوی لپاره چې احساس ولري…
هغه زموږ بيرغ شهيد شوی, شهيدان چا په جرګو مرکو نه دي ګرزولي, دا بيرغ بايد د يو مظلوم شهيد غوندي په جامو کې پټ کړو، تاريخي مزار ورباندي جوړ کړو او د تل لپاره يې خوندي وساتو…

افغانان به د راتلونکي لپاره په جګه شمله خپل غازي سمبول دروي, داسي بيرغ چې له رپ سره يې د بهرنيو يرغلګرو رواني ناروغان بغارې وهي او کړپ کړوپ يې د فرعونيانو مفاصل سستوي…

عبدالرقيب رقيب

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button